ګردېز (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې دې ښوونځي ډېر او مسلکي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.
د دغه ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په لرو پرتو سيمو کې ځيني ښوونځي ودانۍ نه لري او په ټوليزه توګه د ښوونځيو شمېر کم دى.
د پکتيا په ١٤ ولسواليو کې ٣٤٠ ښوونځي او ښوونيز مرکزونه شته چې پر ښوونځيو سربېره ٧٨ لېسې، ١٤ ديني مدرسې، پنځه انسټيټيوټونه او اته دارالمعلمينونه دي.
د چارواکو په وينا، په دغو ښونيزو ادارو کې د ٥٠ زره نجونو په ګډون ١٩٢زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې په پوهنيز سکټور کې لا هم ستونزې شته.
د دغه ولايت د زرمت ولسوالۍ قومي مشر حاجي زرين وايي، په دې ولسوالۍ کې لا هم داسې سيمې شته چې ښوونځي ېې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ستونزو کې دي.
زرين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې پوهنې ته پاملرنه شوې خو د ده په وينا دې ولسوالۍ ته پاملرنه کمه وه.
دى وايي، زرمت په تېرو څو کلونو کې له بيارغونې او پوهنې څخه لرې پاتې شوى چې بايد په بېلابېلو برخو کې دې ولسوالۍ ته پاملرنه وشي.
د دغه ولايت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه الدين هم په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون خبره کوي.
هغه وايي کلونه کېږي چې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ښوونځي شته خو تر اوسه پورې يې ډېرى هغه ودانۍ نه لري.
نوموړي زياته کړه، حکومت د ځدراڼ ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو جوړولو ته د ده په وينا هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
ده غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې دې هغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي چې سرپناه نه لري.
هغه د مسلکي استادانو د شمېر ډېرولو غوښتنه هم وکړه.
په پکتيا کې د ځينو ښوونځيو لپاره د ودانيو د نشتوالي تر څنګ بله لويه ستونزه د مسلکي ښوونکو د کموالي ده.
د لجي منګل ولسوالۍ د مرکزي لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکی جبيب ګل وايي: ((زموږ په لېسه کې د مسلکي ښوونکو د نه شتون ستونزه زياته ده او په کم شمېر سره مسلکي ښوونکي دي چې ټولو صنفونو ته لاسرسی نه شي کولای.))
دی پژواک ته وايي چې مسلکي ښوونکي يوازې لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو ته درس ورکوي او د ټيټي کچې صنفونو ته هغه کسان درس ورکوي چې په خپله په لېسه کې درس وايي.
د پکتيا ولايت د شواک ولسوالۍ قومي مشر ذاکر خان وايي، په يو شمېر ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکي شمېر کم دى؛ ځکه په دې ولسوالۍ کې يوه ليسه ده او هغه هم کم فارغين ورکوي.
دی وايي، دولت بايد د دې ولسوالۍ په ځانګړې توګه د ځدراڼو درېيو ولسواليو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي په دغه ولايت کې په اړوند برخه کې يو شمېر ستونزې مني؛ خو وايي چې په ځينو برخو کې پرمختګ شوى دى.
د ياد رياست اداري مرستيال ناصر حکمت پژواک اژانس ته وويل، دا مهال په پکتيا کې تر ۸۵ سلنې پورې مسلکي ښوونکي شته او کال په کال د مسلکي ښوونکو شمېر په زياتېدو دی.
هغه وايي چې د پوهنتون او په ولسواليو کې د دارالمعلمين د څانګو په شتون کې د ښوونکو ستونزه کمه کړې خو لا هم په دې برخه کې کار کولو ته اړتيا شته.
ناصر حکمت د ښوونځيو د ودانيو په اړه وايي چې دا مهال په ټوله پکتيا کې ۱۶۲ ښوونځي ودانۍ نه لري.
دی وايي چې پخوا به ورسره په دې برخه کې د ولايتي بيارغونې ډلې، يونيسف، نړيوال بانک او نورو مرستندويه ادارو مرستې کولې خو اوس دا مرستې بندې شوې.
د ده په خبره، روان کال ورته د پوهنې وزارت له خوا هم د ښوونځيو د ودانۍ جوړولو لپاره بوديجه نه وه ورکړل شوې خو په راتلونکي کال کې به په دې تړاو هڅې وکړي.
ناصر حکمت زياتوي چې کال په کال د پوهنې په برخه کې ښه والی راځي د زده کوونکو او ښوونکو شمېر يې زياتېږي.
نوموړي وويل، اته کاله مخکې د دغه ولايت اته سوه زده کوونکو په کانکور کې برخه اخيسته خو اوس دغه شمېر ۳۵۰۰ ته لوړ شوى دى.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک اژانس ته وويل چې په ټولو ولايتونو کې د ځانکړي پروګرام پر بنسټ د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي.
هغه وويل چې په يو شمېر ولايتونو کې د بې سرپناه ښوونځيو د جوړولو چارې پيل شوې او د پکتيا ولايت په ګډون به په پاتې نورو ولايتونو کې هم ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
ياده دې وي چې په پکتيا کې د دولتي پوهنيزو ادارو تر څنګ ګڼ شمېر خصوصي ښوونځي هم شته چې سلګونه تنه په کې پر زده کړو بوخت دي.










