منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

تر شپږو مياشتو به ١٣٠زره ښوونکو ته د ځمکې نومرې ووېشل شي

· ۶ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٣): ولسمشر احمدزي د ولايتونو واليانو ته سپارښتنه وکړه چې ښوونکو ته د استوګني د کورونو لپاره ځمکه ورکړي او تر څنګ يې ژمنه کړې، چې ښوونکو ته به نور سيمه ييز امتيازات هم په پام کې نيول کېږي.

ډاکټر محمداشرف غني احمدزي نن د ښوونکې ورځې د لمانځنې مراسمو په غونډه کې چې په کابل جوړه شوې وه، وويل، له دې وروسته به د افغانستان په پوهنه کې د ځمکو غاصبين شتون ونه لري.

نوموړي د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت رياست ته سپارښتنه وکړه، څو د پوهنې وزارت د غصب شوو ځمکو د راستنولو لپاره ګام پورته کړي او په راتلونکو څلورو مياشتو کې د پوهنې وزارت ټولې غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت سرپرست وزير فاروق وردګ وويل چې د هېواد په کچه د پوهنې وزارت شاوخوا لس زره جرېبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده.

اشرف غني احمدزي  واليانو ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د ١٣٠زره ښوونکو لپاره دې په خپلو اړوند ولايتونو کې د اوسېدو ځمکې چمتو کړي او د ښوونې وزارت په واک کې يې ورکړي.

غني وويل چې اړوند ارګانونه بايد د ځمکو د هستوګنيزو نومرو د وېش په اړه بايد په راتلونکو ١٥ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: “پوهېږئ، چې زه راپورونه لولم او که د چا راپور ناسم و، نو حتماً د خپلې دندې پرېښودو ته دې چمتو اوسي… که په نورو چارو کې راسره شوخي کوئ، له ما سره د پوهنې په چارو کې شوخي مه کوئ، پوهنه د شوخۍ ځاى نه دى، د ولسمشرۍ رياست ژمنه بايد پلې شي.”    

همدارنګه ولسمشر احمدزي وويل چې د پوهنې، عدليې، ماليې وزارتونو او د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته يې دنده سپارلې چې د ملکي مامورينو قانون په کره ډول وڅېړي او د ښوونکو او نورو مامورينو د معاشونو تر منځ شته توپير له منځه يوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې سرپرست وزير فاروق وردګ په دغو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې د رتب او معاشونو د قانون پر بنسټ د ښوونکو او د دولت د نورو مامورينو د معاشون تر منځ توپير شتون لري او د ښوونکو معاشونه د نورو له هغه کم دي.

ولسمشر څرګنده کړه، ياد کمېسيون دنده لري چې د پوهنې وزارت، خصوصي سکټور او د خصوصي او دولتي بانکونو د استازو په همغږۍ داسې يوه کړنلاره چمتو کړي چې د ښوونکو د کورونو د جوړولو لپاره اوږدمهالو پورونو ته زمينه برابره کړي.

د هغه په وينا چې د ښوونکو سيمه ييز امتيازات به د ١٣٩٤ کال په بوديجه کې ځاى او عملي شي او دغه کار هر کال ٨٠٠ ميليونه افغانيو ته اړتيا لري.

نوموړي وويل، چې د سيمه ييزو امتيازاتو د کچې لوړېدل د پوهنې د کيفيت د لوړېدو لامل ګرځي.

ولسمشر اشرف غني له ښوونکو وغوښتل چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له ولسمشر سره مرسته وکړي او زياته يې کړه: ” که هر څومره ډېر فساد له منځه ځي نو په هماغه اندازه به ستاسو معاشونه هم لوړېږي.”

هغه وويل، پرېکړه يې کړې څو د ښوونکو معاشونه د ټيلېفون له لارې ورکړل شي، ترڅو په دې برخه کې له هر ډول ځنډ او ستونزو مخنيوى وشي.

غني زياته کړه چې د زده کوونکو او ښوونځيو په شمېر کې ډېر پرمختګونه شوي او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د پوهنې د کيفيت لوړو ته ډېر پام وشي.

هغه وويل هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ١٢ ټولګي هر فارغ شوي متعلم لپاره د کار زمينه مساعده شي او دغه کار هغه مهال عملي کېدلى شي چې د پوهنې په تعليمي نصاب کې بنسټيز بدلونونه رامنځته شي.

هغه زياته کړه: “موږ هرڅه لرو، معادن لرو، په اسيا کې ډېر لوړ او عظيم ځاى لرو، خو هغه څه چې کم دي د بشري ځواک کمښت دى او زموږ لومړى پام به همدې برخې ته وي.

نوموړي وويل، په پام کې لري چې د لومړۍ درجې شلو لېسو متعلمينو ته به د ليلې اسانتياوې رامنځته کړي، څو د کليو او ښاري متعلمينو تر منځ توپير او شته واټن له منځه يوړل شي.

ولسمشر د پوهنې له وزارته وغوښتل چې د ليليو د جوړولو طرحه تدوين کړي، هغه زياته کړه چې په کابل کې د جرمني سفارت په دې برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

نوموړي وويل: “بايد هر افغان بچى پر دې پوه شي، چې يو ولسمشر کېدلى شي.”

د اشرف غني په وينا، په هېواد کې ټولو مورنيو ژبو ته بايد درناوى وشي او پام ورته وشي.

همدارنګه ولسمشر زياته کړه چې د انجونو پر ښوونې باندې پانګونې ته يې هم لومړيتوب ورکړى او د حکومت په ادارو کې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالى ورته د نه منلو وړ دى.

هغه وويل: “موږ مسلمانان يو، وو او تر ابده به مسلمانان يو، موږ ته د مدرسې او ښوونځي تر منځ شته واټن د منلو نه دى، په ښوونځيو کې بايد له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د اسلامي احکامو په اړه روزنه ورکړل شي او هر محصل او هر متعلم بايد د اسلام سپېڅلي دين پر احکامو پوه او زده يې کړي.”

نوموړي همدرانګه زياته کړه چې د زده کوونکو ته بايد د ملي يووالي روحيه او د وطن د مينې او پالنې زده کړه ورکړل شي.

احمدزي زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې د ټينګولو لپاره هڅه کوي، ځکه سوله د هر افغان غوښتنه ده.

نوموړي، د دولت وسلوالو مخالفينو ته په خطاب کې وويل: “ځانونه مو له ښوونې محروم کړي، خو خپل بچيان مو مه محروموئ.”

احمدزي زياته کړه چې اوسمهال هر کال په پوځي برخه کې پنځه ميليون ډالره لګول کېږي او که چېرې په هېواد کې سوله او ثبات ټينګ شي او جګړه شتون ونه لري نو له همدې پيسو څخه به د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې ګټه پورته کړي.

د هغه په وينا، د ښوونکي ورځې په مناسبت به ستاينليکونه او د هڅونې مډالونه د وړتيا پر بنسټ پر ښوونکو وېشل کېږي.

د نن ورځې په مراسمو کې يو شمېر ښوونکو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

د پوهنې وزرات سرپرست وزير فاروق وردګ وويل، چې په تېرو ١٣ کلونو کې د واحد ښوونيز نصاب، د مسلکي ښوونکو د روزنې، د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو او د ډېرو زده کوونکو د جذب په برخو کې يې ډېر کارونه تر سره کړي دي.

نوموړي په دغو مراسمو کې د وينا پر مهال وويل چې تر اوسه پورې د هېواد په کچه ٨٠ زره ښوونکو  ته د اوسېدو هستوګنيزې نومرې وېشلې دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٣ کلونو کې د ښوونځيو د زده کوونکو شمېر له يوه مليون څخه يوولس مليونو او د ښوونکو شمېر له ٢٠ زره څخه ٢١٧ زره ښوونکو او د ښوونکو د روزنې مرکزونو شمېر ٢٩٧ مرکزونو ته رسېدلى دى.