خوست (پژواک ٢٣ تله ٩٣): ناروې هېواد د خوست د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو لپاره د ښځينه نرسانو او قابلو دوه کلن رونيز پروګرام پيلوي.
په افغانستان کې د ناروې هېواد د روزنې د پروګرام مسووله ډاکتر خديجه ساپۍ وايي چې د دغه پروګرام په ترڅ کې د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو لپاره نجونې روزل کېږي.
ساپۍ وويل، په لومړۍ دوره کې به ۴۸ نجونې د نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې د دوو کلونو په موده کې په مسلکي ډول وروزل شي.
ساپۍ له څلورو سوو ډېرو نجونو د ازموينې اخيستو پر مهال نن پژواک اژانس ته وويل چې د قابله ګۍ د زده کړو پروګرام ته به تر ازموينې وروسته ۲۴ نجونې ور وپېژني.
هغې وويل، د ښځينه نرسانو لپاره هم سلګونو نجونو نوم ليکنه کړې چې تر ازموينې وروسته به په دې برخه کې هم د زده کړو لپاره ۲۴ نجونې وټاکي.
ساپۍ زياته کړه: ((موږ هغو نجونو ته لومړيتوب ورکوو چې په ولسواليو کې ژوند کوي. موږ غواړو چې همدغه روزل شوې نجونې د خپلو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي.))
ډاکترې خديجې وويل په يادو برخو کې د نجونو د روزنې لپاره يې هغوی ته د ليليې، ترانسپورت او ځينې نورې اسانتياوې هم په پام کې نيولې دي.
نوموړې زياته کړه چې که په خوست کې د دغه دوه کلن پروګرام پايله مثبته راووځي، ناروې هېواد غواړي چې په دغه ولايت کې په يادو دوو برخو کې د نجونو روزلو ته دوام ورکړي.
د خوست د ولايتي شورا وکيلې نعت بي بي پژواک ته وويل، په تېرو څو کلونو کې يو شمېر قابلې روزل شوې، خو د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې کار ته زړه نه ښه کوي.
هغې زياته کړه، ولادي او نسايي ناروغانو ته پر خپل وخت درملنه نه رسېږي او خلک اړ دي چې خپل ناروغان ولايتي ملکي روغتون او يا د بې سرحده ډاکترانو زېږنتون ته ورسوي.
نعت بي بي وويل: ((زموږ ډېرې خويندې او ميندې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. که په خپله ولسوالۍ کې اسانتيا ولري، نو د مور او ماشوم په مړينه کې به زيات کموالی راشي.))
هغې د خوست د عامې روغتيا له رياسته وغوښتل چې روزل شوو نجونو ته په ولسواليو کې د کار زمينه برابره کړي او د ښځينه روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره يې پر دندو وګوماري.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکتر ګل احمدشاه وايي، دوی په لرې پرتو ولسواليو او سيمو کې ښځينه روغتيايي کارکوونکو ته جدي اړتيا لري.
ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل چې د نرس او قابله ګۍ په برخو کې روزل کېدونکو نجونو لپاره يې دا شرط تړلی چې تر روزنې وروسته به په ولسواليو کې کار کوي.
د ناروې هېواد له لوري د نرسانو او قابلو د روزنې دغه پروګرام پر خوست سربېره په بدخشان، لغمان، ميدان وردګ، کاپيسا او ننګرهار ولايتونو کې هم مهاله روان دی.
بايد وويل شي چې د ناروې هېواد روزنيزه کمېټه له تېرو ۴۳ کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په يو شمېر ولايتونو کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کړي دي.