منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

عبدالله: کوښښ کوو ټول زده کوونکي پوهنتونونو ته لار ومومي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣تله ٩٣): د حکومت اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله وايي، چې د ملي يووالي حکومت د خپل يوه لومړيتوب په توګه ژمن دى، چې د پانګونې په برخه کې پانګونه وکړي او ټولو ته د سراسري زده کړو زمينه برابره کړي.

نوموړي چې نن يې د کابل په چهارکلا لېسه کې د ښوونکو د ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړى و، ښوونکو ته يې د دې ورځې له امله مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې د يوه نسل جوړول او روزنه ستر مسووليت دى چې ښوونکي يې پر غاړه لري.

د حکومت اجرايوي رييس زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې د پوهنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي او د هغو تورو دورو په پرتله، چې خلک په کې له زده کړو منع شوي وو، په ښه وضعيت کې يو، خو پر دې سربېره هم زده کوونکي لا هم په بېوزلۍ او تنګلاسۍ کې ژوند کوي او مطلوب پړاو ته نه يو رسېدلي.))

هغه ژمنه وکړه، چې د زده کړې په وده او پرمختګ کې به په خپل ټول توان هڅه وکړي او ټولو ته به د سراسري زده کړې زمينه مساعده کړي.

د حکومت اجرايوي رييس وويل: ((مسلکي زده کړو ته پاملرنه زموږ د دولت له لومړيتوبونو څخه ده او غواړو چې زده کوونکي له لېسو څخه له فارغېدو سره سم وکولى شي، چې له ستونزې پرته د هېواد پوهنتونونو ته لاره پيدا کړي.))

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال له سل زرو زيات کسان د هېواد په کچه له دوولسمو ټولګيو فارغ او ورڅخه کانکور اخيستل کېږي، خو له دې ډلې يې له نيمايي زيات بې پايلې او بې برخليکه پاتې کېږي.

د دوى له ډلې يې يو شمېر هغه چې اقتصادي وضعيت يې ښه دى، په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړه کوي، خو پاتې ډېرى برخه يې د اقتصادي ستونزو له امله له زده کړو پاتې کېږي.

هغه زياته کړه، هغه هېوادونو چې پرمختګ يې کړى، د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې او په دغه برخه کې د پانګونې له امله دې مقام ته رسېدلي دي. افغانستان هم ژمن دى چې د ملي يووالي حکومت د خپلو لومړيتوبونو په توګه د ښوونې روزنې په برخه کې پانګونه وکړي.

ډاکټرعبدالله ژمنه وکړه، چې ښوونکو ته د ځمکو د وېش او تنخواګانو په برخه کې به د ملي يووالي حکومت د عمده پروګرامونو په توګه جدي پاملرنه وکړي، څو دغه ژمنې پلې کړي.

د حکومت اجرايوي رييس زياته کړه، چې د ملي يووالي حکومت د پوهنې د زېربناوو او ښوونځيو په جوړولو کې جدي پاملرنه کوي او له خصوصي برخې يې غوښتنه وکړه، چې له حکومت سره دې د پوهنې په پرمختګ او وده کې مرسته وکړي، څو يو بل ته لاسونه ورکړي او خپله ملي دنده تر سره کړي.

ډاکټر عبدالله ښوونکو او زده کوونکو ته په خطاب کې وويل: ((نن د ژوند له ښو ورځو څخه يو ده، ستاسې هيله او روحيه د هېواد راتلونکې ته وړاندې له وړاندې موږ ته هيله راکوي.))

هغه څرګنده کړه، چې ماشومان بايد په خپل نفس متکي او ډاډمن وروزل شي، څو د هېواد د راتلونکي مشري په سلامتۍ سره وکړي او ښوونکي، زده کوونکي  پر اسلامي روحيې او ملي يووالي سمبال  وروزي او پوهنه بايد له تفرقې او دوه مخۍ لرې وي، ښوونکي او زده کوونکي دې په دغه بنسټ کې يواځې زده کړې او روزنې ته پاملرنه وکړي.