Language

د قابله ګۍ په روزنيز پروګرام کې به د پکتيا ولسواليو ته پام  ډېر شي

ګردېز(پژواک ٣٠ تله ٩٣): د پکتيا ولايت د عامې روغتيا سرپرست وايي، چې دسيمه ييزو روغتيايي مرکزونو لپاره به د قابله ګۍ په روزنيز پروګرام کې ولسواليو ته پاملرنه ډېره کړي.

ډاکټر خانزاده ګل احمدزي دا څرګندونې د تلې په ٣٠مه د پکتيا ولايت په مرکز او ولسواليو کې دقابله ګانو د روزنې پروګرام د پيل په مراسمو کې وکړې.

دا پروګرام ، چې د افغان مېرمنو د روزنيز مرکز له لوري پر مخ بېول کېږي، ۲۸ مياشتې به دوام وکړي.

د پکتيا د عامې روغتيا رياست سرپرست وايي، په دې پروګرام  کې د ازموينې لپاره ۸۰ مېرمنو ګډون کړی،چې په پای کې به ۳۵  تنه ترې غوره شي.

نوموړی وايي: (( په تېرو کلونو کې شاوخوا سل قابله ګانې روزل شوي ،ډېر يې په لرو پرتو سيمو کې دندو ته نه حاضريږي ،په دې پروګرام کې به ډېرې زده کوونکې له ولسواليو څخه وي.))

هغه وويل چې ولسواليو  ته لومړيتوب ورکول يې له دې امله دي، څو فارغې قابلې په خپلو سيمو کې دندو ته زړه ښه کړي.

نوموړى زياتوي، پر دې سربېره دا ځل فارغانو ته تر پنځو کلونو اسناد نه ورکول کېږي؛ څو په ولسواليو کې يې دندې نه وي ترسره کړي.

دی وايي، چې د قابله ګانو په روزلو سره په پکتيا کې د مور – ماشوم د مړينې کچه راټيټه شوې، خو دا ستونزه په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

د پکتيا په ولايت کې د افغان مېرمنو د روزنيز مرکز مشر  ډاکټر ولايت خان وايي ، دغه مېرمنې به تر روزنې وروسته په کليو او بانډو کې روغتيايي خدمات ترسره کوي.

ډاکټر ولايت خان وايي ، دوى د دې مېرمنو د روزلو لپاره باتجربه استادان او ښه وسايل په پام کې نيولي، څو دا لړۍ په برياليتوب سره پر مخ لاړه شي.

د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکې حليمې پژواک خبري اژانس ته وويل، کلکه اراده لري؛ څو دغه روزنيز پروګرام په سم ډول تعقيب  او د مېرمنو پالنه وکړي .

نوموړې وايي چې په لرې پرتو سيمو کې لاهم مېرمنې د روغتيا په ځانګړې توګه د زېږون پر وخت له زياتو ستونزو سره مخ وي .

په پکتيا کې ډېری مېرمنې نه يواځې د ولادت په برخه کې ستونزې لري، بلکې په نورو برخو کې هم له پراخو ستونزو سره  مخ دي.

تر دې مخکې چارواکو ويلي وو،د دې ستونزو ستر لامل دا دى چې ښځينه ډاکټرانې او قابلې په لرو پرتو سيمو کې دندو ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي.

Related Topics