منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

طالبان د فرهنګ مضون د تدريس مخنيوى کوي

پژواک خبري اژانس
· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کابل ( پژواک ٣ لړم ٩٣):وسلوال طالبان، د ځينو سيمو په ښوونځيو کې د ښوونکيو ناسوبتيا څاري او   د فرهنګ په نوم د هغه کتاب د تدريس مخنيوى کوي چې د موسيقي په اړه هم معلومات لري.

د افغانستان ټوډې د يو راپور له مخې، د ننګرهار ولايت اړوند ځينو سرحدي ولسواليو کې، خلکو ويلي، چې دې کار په ښوونځيو کې يو ډول وېره رامنځته کړې، خو د ځينو نورو په اند، د طالبانو د څار له امله د ښوونکيو د ډېرو غيرحاضريو مخه نېول شوې ده.

سيمه ييزو خلکو ويلي، چې طالبانو خپل شتون په ښوونځیو کې څرګند کړی او د فرهنګ په نوم له یوه کتاب سره مخالفت کوي.

هغوى وايي، چې د دولت وسلوال مخالفين ټولګی په ټولګی ګرځي او هغه ښوونکي، زده کوونکي او د ښوونځيو چارواکي ګواښي چې د هنر او موزیک په اړه کتاب لولي.

د ننګرهار د ښوونې ریاست مشر، الله داد اسماعیلزی وایي: “د طالبانو دې پرېکړې موږ ډارولي یو. حقېقت داسې نه دې، لکه چې دوى فکر کوي، په اصل کې دا کتاب هیڅ بد او ناروا شی زده کوونکو ته نه ورښیې. کتاب یوازې د افغانانو دود او کلتور تشریح کوي.”

هغه زیاتوي “د افغانستان هر وګړی حق لري چې د خپلو دودونو او کلتور په هکله زده کړه وکړي. موږ ډاډه یو چې زموږ طالب وړونه به یواربیا اجازه وکړي چې دا کتاب تدریس شي.”

خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي: “د اسلامي امارت په استازیتوب (طالبان خپل تحریک اوس هم د افغانستان د اسلامي امارت په نامه یادوي) موږ عامو ښوونځیو ته اعلان کړې وو چې د کلتور په نامه کتاب تدریس نکړي، ځکه دا کتاب زده کوونکو ته موزیک او نڅا ورزده کوي، چې اساساْ له اسلامي زده کړو سره په ټکر کې راځي او موږ له ټولو هغو کړنو او چلندونو سره کلک مخالفت لرو چې له اسلامي ارزښتونو سره سمون نلري.”

د فرهنګ په نوم کتاب کې چې د افغاني لاسي صنايعو او نورو مسايلو په اړه هم معلومات په کې شتون لري،  په لسم، يولسم او دوولسم ټولګي کې تدريس کيږي.

طالبان په ځانګړې ډول په کتاب کې د موزیک په نامه له څپرکي سره مخالف دي.

د لسم ټولګي د فرهنګ کتاب د دې څپرکي په یوه برخه کې راغلي: “موزیک د ښکلو هنرونو یوه تر ټولو اغیزناکه برخه ده. له پیړیو راهیسې انسانان د موزیک له لارې خپل احساسات، نازک خیالونه، خوښۍ، غمونه او رواني عواطف بیانوي.”

په ياد کتاب کې دغه راز د وتلو موزیک غږونکو او د موزیک آلاتو په اړه معلومات او عکسونه شته. د څپرکې په وروستۍ برخه کې د افغانستان د ملي اټڼ، په هکله هم معلومات راغلي. 

زاهد، په ننګرهار کې د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه د یوه ښوونځي زده کوونکی دی، خو افغانستات ټوډې ليکي چې دوى د امنيتي دلایلو له کبله د دغه ښوونځي نوم نه ليکي.

 ١٧ زاهد وایي، چې ښوونکو يې د طالبانو د فشار له امله د ياد کتاب له تدريس څخه لاس اخستى.

هغه زياتوي: “پخوا موږ ته د کلتور په نامه یو مضمون تدریس کېده، خو طالبانو زموږ ښوونکو ته امر وکړ چې دغه مضمون له نصابه وباسي او اوس موږ ته د دغه مضمون زده کړې نه راکول کیږي. موږ نه پوهیږو چې ولې طالبانو پر دغه مضمون بندیز لګولې، خو دا ډېر په زړه پورې مضمون وو. موږ له دې مضمون نه ډېر څه زده کول، خو دوى ورباندې بندیز لګولې.”

“دوى زموږ کلتوري بارونه تباه کوي“

د ښوونې د چارو یو کارپوه وايي چې پر سیمه ييزو ښوونځيو د طالبانو دوه اړخیزه نفوذ ښایې په اوږدمهال کې معکوسې پایلې ولري.

عبدالبلال، د ننګرهار عالي داراالمعلين ښوونکي، وايي “دا د دې وسله والې ډلې یوه نوې لوبه ده. دوې غواړې چې زموږ کلتورې باورونه له منځه یوسي. پر دې کتاب بندیز په اصل کې د زده کوونکو په مخ د ښوونځیو د تړلو مانا ورکوي.”

 بلال افغانستان تودې ته وویل “زما په اند دغه کار به دې وسله والې ډلې ته هم زیان ورسوي او دوى ته به د ښوونې د دښمنانو په سترګه وکتل شي.”

د طالبانو د ښوونځيو َتفتیشَ

د طالبانو د ګواښونو سربیره، په ښارې ښوونځیو کې د کلتور زده کړې ورکول کیږي. خو په ځينو کلیوالي سیمو کې، چیرې چې طالبان ډېر نفوذ لري، ښوونکي د هغو طالب وسله والو له ویرې چې کله نا کله ښوونځیو ته ورننوځي او د نصاب تفتیش کوي د کلتور مضمون نه تدریسوي.

د ننګرهار ولایت په یوې ولسوالۍ کې یو مشرمعلم چې د امنیتي اندیښنې له کبله یې خپل نوم وانه خیست، وویل چې “طالبان هره اونۍ دوه یا درې ځلې ښوونځیو ته ورځي.”

ده وویل چې طالب وسله وال په خپل سر دغه ډول تفتیش کوي. د ده په خبره “طالبان آن د ښوونکو حاضرۍ ګوري او هر څوک چې نه وي، غیرحاضر کوي یې. کله چې موږ خپلې میاشتنې تنخواوې واخلو نو دوى بیا راځي او د غیرحاضرو ښوونکو معاش، د غیرحاضرې پر اساس، کموي.”

له معارف سره د طالبانو دغه نوې چلند د ډیرو خلکو لپاره د حیرانتیا خبره ده، ځکه طالبانو پخوا د  نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره زورزیاتی کاوه خو اوس یې ډیر پام ښوونیز نصاب ته اړولی دی.

يوه زده کوونکي وویل، د ټولو ستونزو سربیره، په ښوونیزو چارو کې د طالبانو لاسوهنه له یوه سره منفي نده او خلک هم ډیر کلک مخالفت نه ورسره کوي.

لیاقت، د ننګرهار ولایت د روداتو د ولسوالۍ د احداد لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی وايي “داسې وختونه هم وچې ښوونکو به موږ ته ویل چې د غنمو په کروندو کې یې کار وکوو، ځینو ښوونکو موږ اړ ایستلو چې د کروندو خیشاوې یې وکړو او نورو بیا مجبوره کولو چې د کوکنارو حاصلات یې ټول کړو. کله چې طالبان له دې کارونو خبر شول، ښوونکو ته یې اخطارونه ورکړل چې هېڅکله زده کوونکي مجبوره نکړي چې د دوې لپاره کار وکړي او باید زده کوونکي پریښودل شي چې خپلې زده کړې وکړي. طالبانو ښوونکي وګواښل چې که دغه ډول کړنې تکرار شي نو پایلې به یې ښې نه وي او اوس ښوونکي زموږ نه د کار غوښتنه نه کوي.”