خوست (پژواک ٣ لړم ٩٣): پکتيکا کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو د ماشومانو لپاره د يونيسف په مرسته ۶۰ کوچني سيمه ييز ښوونځي جوړ شوي دي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد ښوونځي په برمل او ارګون ولسواليو کې جوړ شوي او شاوخوا درې زره زده کوونکو په کې زده کړې پيل کړې دي.
ځاځي دغه راز وويل، د يادو ښوونځيو لپاره د خېمو او قرطاسيې مرسته د ملګرو ملتونو د کوچنيانو نړيوال صندوق يا يونيسف کړې او د ښوونکو تنخوا د افغانستان پوهنې وزارت ورکوي.
ځاځي زياته کړه: ((له يونيسف څخه مننه کوو چې د خېمو او قرطاسيې مرسته يې وکړه. موږ د پکتيکا په هره سيمه کې د وزيرستاني کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه برابروو.))
په برمل ولسوالۍ کې يوه کډوال ماشوم اسدالله پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې کډوال شوی، زده کړو ته يې لاسرسی نه لاره، خو اوس ورته د زده کړو پوره زمينه برابره شوه.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د افغانستان د پوهنې له وزارته ډېره مننه کوو او خوښ يو چې موږ ته يې ښوونځي جوړ کړل. په تېرو څو مياشتو کې مو هيڅ زده کړې نه وې کړې.))
يوه وزيرستاني کډوال اختر ايوب چې دا مهال له يادو ښوونځيو په يوه کې تدريس کوي، پژواک اژانس ته د افغان دولت دغه اقدام د ستاينې وړ وباله.
نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان حکومت له موږ سره ډېره مرسته وکړه، چې زموږ ماشومانو ته يې د تعليم زمينه برابره کړه. که دوی راته زمينه برابره کړې نه وای، زموږ پر ماشومانو هسې وخت تېرېده.))
د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو يوه سپين ږيري پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو ښوونځيو په جوړېدو سره يې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې اندېښنه تر يوه بريده لرې شوه.
هغه زياته کړه: ((له موږ سره په هره برخه کې مرستې شوې. دا د افغانانو له لوري پرموږ لوی احسان دی. موږ د افغانستان د دولت او خلکو له مرستو ډېر خوښ يو.))
کډوال وايي چې پر شمالي وزيرستان د پاکستاني پوځيانو تر عملياتو وروسته د کډوالۍ له مله د دوی زياتره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي او په دې اړه د نړيوالو مرستو ته په تمه دي.