کابل (پژواک ٤ لړم ٩٣): د ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ د خزاني واکسين کمپاين په داسې حال کې پيل شوى، چې په هېواد کې د يادې ناروغۍ پېښې د تېر کال په پرتله ډېرې شوي او د نوي حکومت چارواکي وايي، چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه يې اغېزمن پروګرام په پام کې نيولي دي.
د هېواد د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه پورې په لغمان، کونړ، ننګرهار، ارزګان، خوست، فراه، غزني، پکتيکا او کندهار ولايتونو کې ١٥ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په ترڅ کې په کابل، کونړ، هلمند او ننګرهار ولايتونو کې د يادې ناروغۍ ١٤ پېښې ثبت شوې وې.
د ولسمشر دويم مرستيال او د ولسمشرۍ سرپرست محمد سرور دانش د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د خزاني واکسين د دويم پړاو پرانيست غونډې په مراسمو کې وويل، چې په هېواد کې د يادې ناروغۍ شتون، د روغتيا په برخه کې يوه عمده ستونزه ده.
خو د هغه په وينا، نوى حکومت ژمن دى، چې په هېواد کې د يادې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې دوامداره هڅې تر سره کړي.
د ولسمشر دويم مرستيال وويل، چې افغان حکومت په هېواد کې يادې ناروغۍ ته د پاى ټکي د کېښودو لپاره د رسنيو او کورنيو د مرستې ترڅنګ د نړيوالې ټولنې مرستو ته هم اړتيا لري.
دانش زياته کړه، که څه هم په تېره يوه لسيزه کې د روغتيا په برخه کې د پام وړ کارونه شوي، خو اوس هم د افغانستان د روغتيايي نظام د کيفيت، د خدمتونو د پوښښ، د بنسټونو جوړولو، قانوني کولو او د اعتبار په برخو کې يو شمېر ستونزې شتون لري.
هغه د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل: ” خو ډاډ درکوم چې د ملي يووالي په حکومت کې په ټولو دغو برخو کې هر اړخيز او موثر پلانونه شتون لري او نور ډېر پلانونه به پر لاره واچول شي.”
د ملي يووالي حکومت، د تېرې مياشتې په لومړيو کې په کار پيل کړى دى.
د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکټر ثريا دليل د نن ورځې په مراسمو کې وويل، د درې ورځني کمپاين په ترڅ کې، چې نن پيل شو او کور په کور پلى کېږي، د پنځو کلونو څخه د شاوخوا نهه ميليون ماشومانو ته به په کې د ګوزڼ د ناروغۍ واکسين پلى شي.
همدارنګه د هغې په وينا، په دغه کمپاين کې له دوه کلونو څخه د کم عمر ٨ ميليون ماشومانو ته د ويټامين اى ګولۍ هم ورکول کېږي.
نوموړې وويل، چې په هېواد کې د يادې ناروغۍ د شتون يو لامل په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ شتون او ياد هېواد ته د افغانان تګ راتګ دى.
دليل همدارنګه زياته کړه، چې په دواړو هېوادونو کې نا امني د دې لامل شوې، چې د دواړو هېوادونو په ټولو سيمو کې د واکسين د پلي کولو پرواګرم په برياليتوب سره تر سره نه شي او دغه ناروغي تر اوسه پورې له منځه نه ده تللې.
افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان مشر ډاکټر ريچارډ پيپر کارن (Dr Richard Pepper Korn) هم د حزاني کمپاين په پيل کې شتون درلود.
نوموړي په افغانستان او پاکستان کې د يادې ناروغۍ شتون د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې دواړه هېوادونه بايد د يادې ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه ګډ پروګرامونه په پام کې ونيسي.
نوموړي زياته کړه، چې د نړۍ روغتيايي سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنې صندوق (يونيسف) هڅه کوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د يادې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې له دوى سره جدي همکاري وکړي.
د ماشومانو فلج، له يوې سختې تبې سره پيل او مکروب يې د خولې له لارې بدن ته داخليږي، چې د هميشني ګوزڼ او يا هم مرګ لامل ګرځي.










