منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر غني: حکومت کې د ښځو ونډه کمرنګه ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): د ښځو د پياوړتيا لپاره د امريکا- افغانستان ګډ پروګرام چې له ٧٥زرو افغان ښځو سره مرسته کوي، نن د ولسمشراشرف غني په شتون کې پرانېستل شو.

دغه ٢١٦ ميليون ډالري پروژه (promote) د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له سترو پروژ څخه ده، چې د امريکا په تاريخ کې د ښځو د پياوړتيا تر ټولو ستره پروژه شمېرل کېږي  او موخه يې د ښځو له خوا د نارينه همکارانو ترڅنګ د مشرۍ د دريځونو تر لاسه کول او له دې څخه ډاډ لاسته راوړل دي، چې هغوى د تجربو، مهارتونو او د خپلې بريا لپاره د اړينې شبکې جوړولى شي.

ولسمشر اشرف غني، چې نن يې په کابل کې د دغې پروژې د مراسمو پرانېستې ته خبرې کولې، د افغان ښځو د پياوړتيا لپاره يې د دغې پروژې د پرانېستې له امله له امريکا څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د ملي يووالي حکومت تصميم لري، چې د افغان ښځو په مشارکت کې به بنسټيز او کيفي بدلون راوړي او افغان ښځې به د ژوند په ټولو برخو کې ونډه واخلي.

هغه زياته کړه، چې د ملي يووالي حکومت لپاره د ښځو مشارکت حياتي رول لري او په تېرو ١٣ کالونو کې افغانستان د ښځو په برخه کې د بدلونونو شاهد و، خو د ښځو مشارکت په حکومت کې د منلو وړ نه دى او بايد زيات شي.

غني وويل: ((موږ پر خپلو ژمنو ولاړ يو، چې د لومړي ځل لپاره به په ستره محکمه کې ښځه انتصاب کړو، خو زموږ معيار همېشه کفايت دى، د سترې محکمې پنځه غړي د دغو پنځو کلونو پر ترڅ کې ټاکل کېږي، نو په دې اساس موږ غواړو چې ښځه وټاکل شي، چې په هېڅ ډول هم له نارينه وو کمه نه وي.))

ولسمشر زياته کړه، چې حکومت د افغان ښځو د پياوړي کولو لپاره د بهرنيو مرستو له لارې د لومړي ځل لپاره د ښځو داسې پوهنتون جوړوي، چې د ښځو له خوا به اداره کېږي او حکومت ژمن دى، چې په کابل ښار کې به د ځمکې له کمښت سربېره په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغه وويل: ((تجربې ثابته کړې، که چېرته پر يوې نجلۍ پانګونه وشي، پنځه نسلونه بدلون مومي او که چېرته په يوه هلک پانګونه وشي، يواځې يو نسل بدلولى شي چې ژوندۍ بېلګه يې خپله يم.))

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپل ويډيويي پيغام کې چې په دغه ناسته کې خپور شو، وويل چې امريکا ژمنه ده چې د افغان ښځو له پياوړتيا سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: ((پخوا د افغان نجونو لپاره هېڅ ټولګى نه و، خو اوس له ميليونونو زيات ماشومان په درسي ټولګيو کې په زده کړه بوخت دي او ښوونځيو ته ځي، چې دا خپله په افغانستان کې د پرمختګ نښه ده.))

په افغانستان کې د امريکا سفير جيمز کنينګهم په دغه ناسته کې وويل، چې دا د افغان ښځو د پياوړتيا لپاره د امريکا- افغانستان يوه ګډه پروژه ده، چې موخه يې له ٧٥زره ښځو سره مرسته ده، څو د سياست، مدني ټولنې، تشبثاتو او سوداګرۍ په برخه کې د مشرانو په توګه را څرګندې شي.

د ويلو ده، چې د دغه پروګرام په پرانېسته کې د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله، يو شمېر وزيرانو، د ملي شورا غړو او ښځو ګډون کړى و.