خوست ښار (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): په خوست کې د منځني طب له يوه خصوصي پوهنتونه د لسګونو نجونو په ګډون ۱۵۳ محصلين فارغ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تصديق پاڼې ووېشل شوې.
د استاد حکيم تڼيوال طبي انسټيټيوټ مشر ډاکتر عبدالحامد د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو فارغو شوو محصلينو په فارمسي، ستوماتولوژي، لابراتوار، نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې دوه کلنې زده کړې کړې دي.
نوموړي په دې اړه زياته کړه: ((په ياد شمېر کې ۴۱ نجونو د قابله ګۍ او ۱۱ نورو په ستوماتولوجۍ يا د غاښونو په برخو کې زده کړې کړې او پاتې ۱۰۱ نارينه محصلينو په دا نورو برخو کې زده کړې کړې دي.))
د غاښونو له څانګې يوه فارغ محصل عزيزالرحمن پژواک اژانس ته وويل، دی په دې اند دی چې د دغو فارغو کسانو له ډلې زياتره کسان د دې وړتيا لري چې په ډېر ښه ډول عملي کار ترسره کړي.
هغه له دولته په ځانګړي ډول د عامې روغتيا له مسوولينو وغوښتل چې دوی او په دې برخه کې نورو فارغېدونکو محصلينو ته په روغتيايي مرکزونو کې دندې ورکړې.
عزيزالرحمن زياته کړه: ((موږ په ډېر ښه ډول زده کړې ترسره کړې، خو زموږ اندېښنه دا ده چې د دندو پيدا کول مشکل شوي دي. له دولت څخه په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوو.))
د قابله ګۍ له څانګې يوې فارغې نجلۍ رابعې پژواک اژانس ته وويل چې نن د ډېرې خوشحالۍ احساس کوي؛ ځکه د طب په برخه کې زده کړې د دې او کورنۍ يې يوه لويه هيله وه.
نوموړې وويل چې د نظري درسونو تر څنګ يې پوره عملي کار هم کړی او ډاډه ده چې په برياليتوب سره په روغتيايي مرکز کې د قابله ګۍ دنده پرمخ بيولای شي.
په خوست کې د ښځو د حقونو يوې فعالې نوريې پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې د زده کړو په برخه، په ځانګړي ډول په طبي زده کړو کې د نجونو لېوالتيا ډېره شوې ده.
نوريې د دې لامل د نجونو د زده کړو لپاره پر مرکز سربېره په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې د پراخ عامه پوهاوي له لارې د نجونو د کورنيو هڅول په ګوته کړل.
هغې په دې اړه زياته کړه: ((د نجونو د زده کړو د پراختيا لپاره لازمه ده چې دولت ورته پوره زمينه او اړين امکانات برابر کړي. موږ په دغه ولايت کې د ښځو راتلونکی ډېر روښانه وينو.))
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي د دغو فارغانو غونډې ته په خبرو کې د هغوی زده کړې د علم په ډګر کې مهمې او د اړتيا وړ پرمختګ وباله.
هغه له ټولو فارغانو وغوښتل، که هر ځای دنده ترسره کوي، د همدغه مسلک سپېڅلتيا ته په کتو سره خپلو خلکو ته په ډېر صادقانه ډول خدمات وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، په خوست ولايت کې پر دولتي پوهنتون سربېره پنځه خصوصي پوهنتونونه فعاليت کوي چې په بېلابېل برخو کې پوهنځي او څانګې لري.