منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ په دوستانه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د افغانستان د کرکټ الف لوبـډلې په يوه دوستانه لوبه کې د پاکستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د لړم په ٢٤مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په شاليمار لوبغالي کې ترسره شوه چې نندارې ته يې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان لومړى وزير نواز شريف او د دواړو هېوادونو نور لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ١٥ اووريزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د توپوهونکو د په زړه پورې لوبې له امله ١٥٤ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ١٥٥ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نجيب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او د څلورو شپږيزو په مټ يې ٦٠ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. دغه راز سميع الله شينواري ٢٧، نجيب تره کي ١٨، شهزاد محمدي ١٧، محمد نبي ١٥ او حشمت الله شهيدي ١١ منډې جوړې کړې.

هوتک وويل چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د پاکستان الف لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړى او د ٩ لوبغاړو په سوځېدو يې په ١٥ اورونو کې يواځې ١٠٠ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٥٤ منډو په توپير وګټله.

د افغانستان له لوري محمدنبي، افتاب عالم او ګلبدين نايب دوه دوه، فريد ملک او نسيم بړېڅ يو يو پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

افغان توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د دې لوبې نندارې ته د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د پاکستان لومړى وزير محمد نوازشريف، د دواړو هېوادونو د کابينې غړو، پوځي چارواکو، ديپلوماتانو، د ملي شورا غړو او د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مشران او استازي ورغلي وو.

د لوبې په پاى کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له خوا پر لوبغاړو جايزې او مډالونه ووېشل شول.