ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
19 Nov 2014 - 13:22
چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
19 Nov 2014 - 13:22

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ لړم ۹۳): په هلمند کې د ماين چاودنې د يوې پوستې د قوماندان په ګډون پنځو پوليسو ته مرګ اړولې او په مارجې ولسوالۍ کې څلور طالبان نيول شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک ته وويل، تېره شپه د لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کې د پوليسو د ګزمي پر موټر ماين چاودنه شوې ده.

د ده په وينا، په ياده پېښه کې د پوستي د قوماندان عبدالستار په ګډون درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه زياتوي، دغه راز په همدې شپه ګډو ځواکونو د مارجې په سيستاني سيمه کې عمليات کړي او څلور وسله وال طالبان يې نيولي دي.

نوموړي وويل چې له دغو وسله والو سره درې ميله وسلې، يوه مخابره او يو کرولا موټر نيول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تېره شپه يې د سنګين په پانکيله سيمه کې پر يوې پوستې بريد کړى او دوه پوليس يې وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د تخار په نمک اب ولسوالۍ کې وسله والو کسانو په جومات کې د ولسوالۍ د پوهنې مديريت نظارت کوونکى وژلى او د هغه ورور يې ټپي کړى دى.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور وايي، تېر ماخوستن د باغ خواجه په سيمه کې وسله والو په يوه ځايي جومات کې د پوهنې پر نظارت کوونکي سيد نجم الدين ډزې کړې او وژلى يې دى

هغه وايي، د پېښې په اړه پوليسو څېړنې پيل کړې دي.

د تخار د پوهنې رييس فاروق افغان د دې خبر په تاييد سره ياده پېښه وغندله او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.

بلخوا چارواکي وايي، چې د لغمان ولايت ملي امنيت ۷۸ کيلوګرامه ترياک له شپږ کسانوو سره يو ځای چې څلور په کې مېرمنې دي، نيولي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان يې تېره ورځ په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه مهال ونيول چې ياد توکي يې ننګرهار ته لېږدول.

د والي وياند وايي، نيول شوي شپږ تنه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي او د يوې کورنۍ غړي دي.

ځواک زياتوي، نيول شوي د لغمان په امنيه قوماندانۍ کې تر څېړنې او پوښتنو لاندې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.