منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ناروې کې د افغان ښځو د حقوقو په اړه نړيوال کنفرانس پيل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل ( پژواک، ٢ ليندۍ ٩٣ ) : د  افغانستان د ښځو حقوقو په اړه نړيوال کنفرانس د ليندۍ په ٢مه، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې پيل شو.

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ليندۍ په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا کنفرانس يې د افغانستان او امريکا له حکومتونو او مدني ټولنو سره په همکارۍ او همغږۍ جوړ کړى ، چې نن په اسلو کې پيل شو.

سرچينې زياته کړې چې په دې  کنفرانس کې  د ولسمشر اشرف غني مېرمن رولا غني ( بي بي ګل) ، د ښځو چارو وزيره حسن بانو غضنفر، د ولسي جرګې وکيله ميرمن شينکي کړوخېل او فوزيه کوفي او د افغانستان د ښځو د ځينو ټولنو استازو برخه اخيستې ده.

 مېرمن  رولا غني او د ناروې لومړۍ وزيره  ارنا سولبرېګ ددې کنفرانس له پرانيستونکو وينا والو څخه وې.

سرچينې زياته کړې ، له دې کنفرانس څخه موخه دا ده، چې د  افغانستان ښځو ته دې چانس ورکړل شي،  چې څنګه دوى کولى شي په دغه هېواد کې د ښځو د حقوقو په برخه کې پرمختګونه وکړي  .