کابل (پژواک،٥ لېندۍ ٩٣): په کابل کې د امريکا سفير په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالې د له منځه وړو”قانون” اړين حقوقي سند بللى او د پلي کېدو غوښتنه يې کړې ده.
دغه راز په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير جيمز بي کننګهم وايي چې د جنسيت پر بنسټ تاوتريخوالی نړيواله ستونزه ده او د هر هېواد له خوا په ملي کچه د هغه پر وړاندې اقدامات يې د له منځه وړو لامل کېدای شي.
ده په نړۍ کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو د سرغړونو د ختمېدو لپاره د متحدو ايالتونو پر ژمنتيا ټينګار کړى او ويلي يې دي چې له تاوتريخوالي د ښځو او نجونو مصوونيت له يو شان فرصتونو برخمنتيا د کورنۍ، ټولني او هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.
کننګهم وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو د نړيوالې ورځې په وياړ، دوى هر کال د نومبر په ۲۵مه د جنسيت پر اساس د تاوتريخوالي د له منځه وړو ۱۶ ورځنی کمپاين پيلوي او دغه کمپاين د ډسمبر تر ۱۰ مې نېټې چې د بشر د حقونو له نړيوالې ورځې سره سمون لري دوام کوي.
دى زياتوي چې د ملګرو ملتونو له خوا دغه نړيواله ورځ او ياد کمپاين د جنسيت پر اساس د تاوتريخوالي د ټولو ډولونو د له منځه وړو په موخه د حکومتونو، سازمانونو او اشخاصو د عمل لپاره يوه نړيوال پروګرام ته لاره هواروي.
هغه زياتوي: “د دوو لوڼو د پلار په توګه، زه ښځو ته د فرصتونو د را منځته کولو او د هغو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي د غندنې لپاره د دې نړيوالې هڅې هرکلی کوم.”
د ده په وينا، يو پخوانی متل دی چې وايي “ټولنه د الوتونکي په څېر دوه وزرونه لري؛ که يو وزر يې پرې شي، ټولنه له خوځښته لوېږي.”
دی زياتوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د کورنۍ پر وړاندې تاوتريخوالی دی او د کورنۍ پر وړاندې تاوتريخوالی د ټولنې پر وړاندې تاوتريخوالی ګڼل کېږي.
په کابل کې د امريکا سفير وايي: “د ښځې پر وړاندې تاوتريخوالی چې په هر ځای کې پېښېږي، هغه که زما په هېواد کې وي او يا په کوم بل ځای کې، زموږ ټولنو ته زيان رسوي او زموږ د ټولنې او خلکو د ژوند د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي. د دې ورځې په وياړ موږ امريکايان په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو د ختمولو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو پر ژمنتيا ټينګار کوو.”
د ده په اند، د جنسيت پر اساس تاوتريخوالی ټولې قومي، توکميزې، ټولنيزې، اقتصادي او مذهبي اړيکې شلوي او هېڅ کومه پوله او سرحد نه پېژني.
هغه وايي: “دغې نړيوالې ستونزې ته د پای ټکي د اېښودو لپاره په بېلابېلو ساحو کې عمل او اقدام ته اړتيا ليدل کېږي، له همدې مخې په سمه توګه د دې چارې د ترسره کولو لپاره ۱۶ ورځنی کمپاين په لاره اچول کېږي.”
د ده په وينا، د کمپاين موخه دا ده چې د نړيوالې ټولنې، حکومتونو، نړيوالو بنسټونو، خصوصي سکتور او ځايي فعالانو تر منځ همغږي او مرسته زياته شي.
کننګهم ويلي چې دغه چاره د ښځو د ځواکمنولو لپاره په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې د تر ټولو ستر پروګرام موخه هم ده چې په دې وروستيو کې پرانيستل شو.
هغه زياتوي: “همدارنګه ښايي موږ نارينه، ځوانان او قومي مشران وروزو تر څو د خپلو ميندو، خويندو، لوڼو او مېرمنو د حقونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي. ښايي په دې اړه وړ حقوقي او عدلي اډانې را منځته او پلې شي.”
د امريکا سفير وايي: “په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالې د له منځه وړو قانون يو اړين حقوقي سند او د جنسيت پر اساس له تاوتريخوالي سره د مبارزې لپاره غوره وسيله ده، موږ د دغه قانون د پلي کولو او تاوتريخوالي ته د پاى د ټکي اېښودو غوښتونکي يو.”
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون طرحه، ولسمشر په ١٣٨٨ کال کې د تقنيني فرمان له مخې توشېح کړه او وروسته ملي شورا ته د تصويب په موخه واستول شوه، خو په اړه يې د اختلافونو له امله تر اوسه د شورا له خوا نه ده تصويب شوې او د يو تقنيني فرمان په توګه پاتې ده. دغه طرحه دا مهال د شورا د دواړو مجلسونو په ګډ کمېسيون کې ده.
کننګهم وايي چې له کلونو راهيسې امريکايان د افغانستان له حکومت، قضائيه ځواک او مدني ټولنې سره کار کړی تر څو په افغانستان کې د ښځو حقونه پراختيا ومومي او زده کړو، روغتيايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی، اقتصادي فرصتونه او په سياسي برخه کې کار زيات شي.
د هغه په وينا، د تېرې لسيزې په اوږدو کې په دې برخه کې کوټلي ګامونه وچت شوي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دايو يا قابلو شمېر چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۴۶۷ تنه و اوس تر ۴۰۰۰ تنو پورې لوړ شوی دی او د دې شمېرې نيمايې يې هغه کسان دي چې د امريکا د متحدو ايالتونو د حکومت له خوا له تمويل شوو پروګرامونو فارغې شوې دي.
هغه وايي چې دوى ۲۲۰۰۰ ښځينه ښوونکو ته د روزنيزو پروګرامونو په جوړولو کې برخه درلوده او ۷۰۰۰ ښځينه محصلينو ته يې ښوونيز بورسونه برابر کړې، تر څو وکولای شي په دارالمعلمينونو کې ښوونيزې چارې پر مخ بوځي.
کننګهم وايي چې دوى د ښځو د ځواکمنولو په هڅو کې د دې لپاره چې د قضاتو، څارنوالانو او مدافع وکيلانو په توګه د کار فرصتونه ورته برابر شي ونډه لرله او په دې برخه کې د ښځو شمېر چې په ۲۰۰۸ کال کې ۱۸۴ کسانو ته رسېده اوس له ۶۰۰ تنو څخه اوړي.
دى وايي چې هېواد يې د دغو لاسته راوړنو د ساتنې او له هغو پروګرامونو ملاتړ ته ژمن دی چې په افغانستان کې د جنسيت پر اساس له تاوتريخوالي سره مبارزه کوي.
په کابل کې د امريکا سفير وايي د دې له امله چې د جنسيت پر اساس تاوتريخوالی يوه نړيواله ستونزه بلل کېږي، د هر هېواد له خوا په ملي کچه د هغه پر وړاندې اقدامات يې د له منځه وړو لامل کېدلای شي.
هغه زياتوي: “د تاوتريخوالي پر وړاندې غبرګون يوه غوره چاره او د ستاينې وړ کار دی. موږ ټول مسووليت لرو چې د تاوتريخوالي او د هغه د عاملينو غندنه وکړو. راځئ له فرصت څخه په ګټې سره هره ورځ خپلې کورنۍ او دوستانو ته ور زده کړو چې د ښځې پر وړاندې تاوتريخوالی د کورنۍ پر وړاندې تاوتريخوالی دی او د کورنۍ پر وړاندې تاوتريخوالی د ټولنې پر وړاندې تاوتريخوالی ګڼل کېږي.”










