کابل(پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣): د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې سږ کال د هېواد په کچه د نري رنځ ٣٣ زره پېښې ثبت شوي، چې هره ورځ ٣٦ تنه ددغې ناروغۍ له امله مري.
د عامې روغتيا وزارت سرپرستې وزيرې ډاکټر ثريا دليل نن په کابل کې د جاپان د سفير او نړيوال روغتيايي سازمان WHO سره د ١٢ ميليون ډالره مرستې د هوکړه ليک د لاسليک مراسمو ته وويل چې په نري رنځ د اخته کسانو شمېره له ٣٣ زرو څخه زياته ده، ځکه داسې ناروغان لري چې روغتيايي مرکزونو ته يې مراجعه نه ده کړې.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغه پيسې د جاپان له خوا د درملو د چمتو کولو او تدارک، په افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې د درملنې ادارې د ضد سيستم د پراختيا لپاره ورکړل شوې دي.
ددغه وزارت شمېرې څرګندوي چې تېر کال په هېواد کې د نري رنځ ٥٨ زره پېښې ثبت شوې وې چې له دې ډلې يې نږدې ١٣ زره ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرستې د جاپان له مرستو د مننې په څرګندولو سره وويل چې دغه پروژه د درېيو کلونو لپاره ده او په دې موده کې شاوخوا ٩٠٠ روغتيايي کارکوونکي هم روزي.
مېرمن دليل زياته کړه چې په دغه پروژه کې د نري رنځ څه باندې ١١٣ پېښې تشخيص او په وړيا ډول يې درملنه کېږي او د نري رنځ څه باندې ٥٦٥ شکمن موارد تر لابراتواري ازمايښت لاندې نيول کېږي.
نرى رنځ( توبرکلوز) يوه مکروبي او ساري ناروغي ده، خو درملنه يې کېږي چې اکثره مصابين يې ښځې دي، پرله پسې ټوخى، د بدن د وزن کموالى، کمزوري، بې اشتهايي، تبه او شپنۍ خولې ددغې ناروغۍ له مهمو نښو څخه دي.
ددغې ناروغۍ مکروب د تنفس له لارې له مصاب شخص څخه سالم شخص ته لېږدول کېږي .
د عامې روغتيا وزارت وايي چې د هېواد په کچه ددغې ناروغۍ د تشخيص او درملنې شاوخوا ١٣٠٠ مرکزونه شته او هيله ده چې له دې زيات هم د نړيوال روغتيايي سازمان او جاپان په مرسته وتوانېږي چې د هېواد په کچه د نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.
په افغانستان کې د جاپان سفير هيروشي تاکاهاشي وويل چې د جاپان جايکا موسسه له ١٩٦٠ کال راهيسې له افغانانو سره مرسته کوي او جايکا په تېره لسيزه کې په افغانستان کې د نري رنځ د تشخيص مرکز رامنځته کړى ،خلکو ته ددې اسانتيا برابروي چې د تشخيص او درملنې لپاره تر ټولو نږدې مرکز ته ولاړ شي.
هغه ژمنه وکړه چې جاپان د افغانستان د روغتيايي ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ريک پيپر کورن وويل چې د نري رنځ د کنټرول پروګرام څخه د جاپان ملاتړ ددغې ناروغۍ د مهارولو لپاره چې لا هم په افغانستان کې يوه روغتيايي ستونزه ده، مهم او اړين دى.
هغه وويل:(( د نري رنځ د مړينې د پېښو اوچته شمېره چې په غالب ګومان د مخنيوى وړ ده، د منلو نه ده، له دغې مرستې څخه په استفادې سره کولى شو چې ژغورونکي درمل چمتو او له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې زموږ هڅو ته چټکتيا وبښي.))
د يادونې ده چې جابان دوه کاله وړاندې د عامې روغتيا وزارت سره د څه باندې ١٣ ميليونو ډالرو مرسته وکړه، څو دغه پيسې د ماشومانو د ګوزن ناروغۍ( پوليو) د ورکولو او د ساري ناروغيو د خورېدو په مخنيوي کې ولګول شي.










