ګردېز (پژواک ١٥ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د پکتيا د مچلغو بند او برېښناکوټ د جوړولو چارې په ټپه درېدلې دي.
مچلغو بند د ياد ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې دى چې په جوړېدو سره به يې د برېښنا پر توليد سربېره سلګونه هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي په ٣٠ د دغه بند جوړولو تړون له يوه روسي او افغاني ګډ شرکت (ګلف او نرګو منولستراى) سره لاسليک کړ.
هغه مهال د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمد اسماعيل خان ويلي وو چې دغه بند په درېيو کلونو کې جوړېږي، خو تر اوسه يې اېله شل سلنه کارونه پر مخ تللي دي.
دغه بند د ماليې وزارت د ۳۴ ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي، د ٤٠٤ کيلوواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري او په جوړېدو سره به يې ١٨٢٤ هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي پژواک خبري اژانس ته وويل څو مياشتې کېږي چې د دغه بند د جوړېدو چارې درېدلې دي.
سهي د ياد بند د چارو د درېدو لامل د لګښت ورکوونکي ادارې له لوري د بوديجې بندول بولي؛ خو په دې اړه يې ډېر څه ونه ويل.
هغه وايي هڅې روانې دي چې ياده پروژه بېرته پيل شي.
د ماليې وزارت مالي معين نورمحمد مصطفى مستور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مچغلو بند د جوړولو لګښت د ماليې وزارت له بوديجې ورکول کېږي.
مستور تاييد کړه چې د دغه بند د جوړولو کار درېدلى خو لامل يې د بوديجې ستونزې نه، بلکې د قراردادي شرکتونو تر منځ مشکلات دي.
دى وايي: ((موږ دغه بند ته بوديجه لرو، خو د قراردادي روسي او افغان شرکت تر منځ ستونزې پيدا شوې او له امله يې کارونه ولاړ دي.))
بلخوا د برېښنا وزارت معين شجاع الدين ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې رښتيا هم د قراراردادي شرکتونو تر منځ تخنيکي ستونزه شته چې د کار د بندېدو لامل شوى.
ده يادونه وکړه چې په روانه اوونۍ کې ياد شرکتونه ور غواړي او د دغه کار په اړه ترې پوښتي چې په وينا يې که ستونزه جدي وه، ښايي قرارداد يې فسخه کړي او بل شرکت ته يې ورکړي.
قراردادي شرکتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پکتيا ولايتي شورا غړي الله مير ځاځي پژواک اژانس ته وويل، د مچلغو بند د پکتيا لپاره حياتي پروژه ده خو خبر شوى چې ياده پروژه په ټپه ولاړ ده.
نوموړی وايي چې په پکتيا کې د مچلغو بند تر ټولو لويه پروژه او د خلکو ډېرې هيلې ور پورې تړلې دي.
ده غوښتنه وکړه چې بايد ياده پروژه جدي ونيول شي او کارونه يې بېرته پيل شي.
د پکتيا يوه قومي مشر حاجي خواني پژواک ته وويل، د احمدابا ولسوالۍ ډېرې سيمې اوبه نه لري او که چېرې دغه بند جوړ شي، د دې ولسوالۍ پر ځمکو سربېره به نورې ولسوالۍ هم خړوبې کړي.
نوموړی وايي ولسمشر اشرف غني د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د ياد بند د جوړېډو ژمنه کړې وه او اوس بايد دا ژمنه عملي کړي.
ده وويل: ((که شرکتونه سره مشکل لري، حکومت يې بايد جريمه کړي او قرارداد يې بل شرکت ته ورکړي.))
د احمدابا ولسوالۍ يوه بزګر ثناالله پژواک اژانس ته وويل که د مچلغو بند جوړ شي ډېرې ځمکې به خړوبې کړي او د کرنيز سکټور د ودې لامل به شي.
ده وويل حکومت بايد د دغه بند جوړولو ته پاملرنه وکړي.
د مچلغو بند د سردارمحمد داود د واکمنۍ پر مهال منظور شوی، خو تر اوسه يې کارونه په سمه توګه نه دي پيل شوي.
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د مچلغو بند ٥٨ متره لوړوالى او د ٥،٢٥ ميليونه متر مکعب اوبو د زېرمې وړتيا لري.