ژبه

پر بګرام شوي راکټي بريد دوه افغان کارګر ووژل

چاريکار(پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): پر بګرام هوايي ډګر د دوو راکټونو د لګېدو له امله د دوو افغان کارګرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د پروان ولايت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه راکټونه نن سهار ددې ولسوالۍ پر کوه توپ ساحه باندې لګېدلي دي.

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې دغه معلومات يې په بګرام کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو څخه تر لاسه کړي دي.

 د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه بريد نن سهار پنځه نيمې بجې د طالبانو له لوري تر سره شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د لړم مياشتې په ٩ مه  د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا پر بګرام د توغول شوي توغندي له امله ٢٦ بنديان ټپيان شوي وو.

ورته موضوع