منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

احمد ضياء مسعود د کرکټ لاسته راوړنې وستايلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٣): د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود د افغانستان کرکټ بورډ ادارې څخه د ليدنې پر مهال د کرکټ لاسته راوړنې وستايلې.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ليدنې پر مهال احمد ضياء مسعود او ورسره راغلي پلاوي د کرکټ بورډ ادارې او د کرکټ نړيوال لوبغالي له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود ته د هرکلي ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل، چې د کرکټ لوبې ته د حکومت ډېره پاملرنه راجلب کړي.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د يوه لنډ پرېزنټېشن په ترڅ کې احمد ضياء مسعود ته د کرکـټ د ادارې او په دې لوبه کې د ملي لوبډلو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه: ((موږ تل د بريا په لور ډاډمن ګامونه پورته کړي دي او په پوره جرئت به د راتلونکې لپاره له لاسته راوړنو ډک مزل ولرو.))

دغه راز ډاکټر نورمحمد د کرکټ د نړيوال جام د ملي لوبډلو د  تياريو په اړه هم احمد ضياء مسعود ته معلومات ورکړل، چې ټاکل شوې ده، دوه مياشتې وروسته په اسټراليا کې د افغانستان په ګډون ترسره شي.

د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او کارکوونکو ته په خپله لنډه وينا کې د کرکټ بورډ د ادارې او د دې لوبې لاسته راوړنې وستايلې.

هغه زياته کړه: ((زه ډېر خوښ يم، چې نن د وياړ راوړونکو ترمنځ ناست يم. ))

د نوموړي په وينا، هره اداره يوه پياوړي پلان ته اړتيا لري، د هېواد په کچه هرې سپورتي ادارې ته په کار ده، چې د کرکټ بورډ ادارې په څېر له غوره کړنلارو څخه کار واخلي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي