ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

کابل کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

author avatar
15 Dec 2014 - 14:11
کابل کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنه ټپيان کړل
author avatar
15 Dec 2014 - 14:11

لومړى تعقيب- کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): د کابل ښار د درېيمې حوزې اړونده د ميرويس ميدان سيمه کې د ګاز ډبې د چاودېدو له امله درې تنه ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د يادې پېښې د منلو ترڅنګ وويل، چې د ګاز ډبې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د موبايلونو په يوه  پلورنځي کې رامنځته شوې ده.

ستانکزي، د دغې پېښې په پايله کې د رامنځته شويو زيانونو په اړه څه ونه ويل.

 ورته مهال په درېيمه امنيتي حوزې کې يوې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې دغه چاودنه مرګ ژوبله لري، خو شمېر يې په ډاګه نه کړ.

 يوه عيني شاهد او د سيمې اوسېدونکي ادريس پژواک ته وويل، چې دغه چاودنه د ميرويس ميدان  په لومړي سړک کې د موبايلونو په يوه پلورنځي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: ” څلور، پنځه ټپيان مې وليدل چې د پوليسو له لوري روغتون ته ولېږدول شول.”

 همدارنګه د دغې پېښې يوه بل عيني شاهد حاجي مختار، چې د پېښې د سيمې په اړونده ساحه کې د ميوې دوکان لري پژواک ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او کېداى شي چې چسپکي ماين وي.

هغه زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې له لسو ډېر کسان ټپيان شوي، چې ټول ټپيان د سيمې د خلکو او پوليسو له لوري روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

 همدرانګه يوه ترکاري پلورونکي فيض الله پژواک ته وويل، چې د يادې چاودنې ډېرى ټپيان کراچۍ چلوونکي او هغه کسان وو، چې د کار پيدا کولو په موخه هره ورځ په چوک کې کيني.

هغه زياته کړه، چې د يادې چاودنې په پايله کې د يو شمېر ودانيو ښيښې هم ماتې شوې دي.

 امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د يادې پېښې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.