منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۴ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د پوهنې په برخه کې د ويسا وروڼو خدمتونه وستايل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٣): د تړليو ښوونځيو د بيا پرانيستلو هڅوونکي مطيع الله ويسا او عطاءالله ويسا د هغوى د غوره خدمتونو له امله وستايل شول.

په دې اړه جوړه شوې نمانځغونډه په کابل کې د افغان ملي غورځنګ او شمشاد تلوېزون له لوري، نن (د ليندۍ ٢٩مه) ترسره شوه.

د ملي غورځنګ يوه غړي ډاکټر فيض الله ځلاند په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، مطيع الله ويسا او عطاءالله ويسا، چې دواړه سره وروڼه دي، په هېواد کې د تړليو ښوونځيو د بيا پرانيستلو په موخه هڅې کړي او لا يې کوي، نو له همدې امله يې د خدايي خدمتګارانو په توګه، وستايل.

ده زياته کړه، له دې ستاينې څخه يې موخه دا ده، ترڅو نور هېوادال هم وهڅېږي، چې په جنګ ځپلو سيمو کې ښوونځي پرانېزي.

د شمشاد تلوېزون د خپرونو مشر خپلواک ساپي وويل، يادو دواړو وروڼو د ښوونې په ملاتړ او له جهل سره د مقابلې په ډګر کې مبارزه کړې ده.

د قلم لار مدني ټولنې مشر مطيع الله ويسا پژواک اژانس ته وويل، چې له يوه کال راهيسې يې په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، بادغيس او غزني ولايتونو کې ١٤ ښوونځي د خلکو په مرسته پرانيستي دي.

ده ادعا وکړه، چې په ټول هېواد کې تر ١٣٠٠ پورې ښوونځي تړلي دي، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت يواځې د ٣٥٠ ښوونځيو تړل مني.

د هغه په وينا، هڅه به وکړي چې په هېواد کې د تړليو ټولو ښوونځيو په بيا پرانيستلو کې ونډه واخلي.

ويسا وايي، دغه راز يې د يو شمېر ولايتونو د لرو پرتو سيمو د ښوونځيو له زده کوونکو سره د قرطاسيې (قلم، کتابچه، بکسه، کتاب) مرسته هم کړې، چې همدا مرسته يې له هېوادوالو راټوله کړې او پر زده کوونکو يې وېشلې ده.

نوموړى زياتوي، همدارنګه يې له پنځو مياشتو راهيسې په ٢٥ ولايتونو کې د کانکور د ازموينې د چمتووالي وړيا کورسونه هم په لاره اچولي دي.

د ده په خبره، د کندهار ولايت په بولدک ولسوالۍ کې يې يو کتابتون جوړ کړى او په پام کې لري چې په هلمند، زابل، اروزګان او لوګر ولايتونو کې هم ورته کار وکړي.

د يادونې ده< چې د افغان ملي غورځنګ تر دې مخکې il د ولسي جرګې غړې ساحره شريف د غوره خدمتونو له امله ستايلې وه.