منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۰ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د زبيرحاتمي مړى خاورو ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

.کابل(پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٣): د ميترا خصوصي ټلوېزيون د تصوير اخيستونکى زبير حاتمي د خښولو مراسم نن له غرمې وروسته تر سره شول. نوموړى د کابل استقلال لېسه کې د فرانسې فرهنګي مرکز کې د شوي ځانمرګي بريد له امله ژوبل شوى و.

دغه تصوير اخيستونکى تېرې لس ورځې په ايمرجنسي روغتون کې په کوما حالت کې تر سخت روغتيايي څار لاندې و.

دغه ځانمرګى بريد د ” د زړه درزا او له چاودنې وروسته چوپتيا” تر نوم لاندې جوړ شوي نندارليک د وړاندې کولو پرمهال د يوه ځوانکي طالب له خوا تر سره شو چې يو بهرنى يې ووژاوه او د زبير حاتمي او فرهنګيانو په ګډون يې ٢٠ تنه ټپيان کړل.

 ددغه ځوان مړى نن له غرمې وروسته د سلګونو کسانو په ګډون چې د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو، رسنيو، مدني فعالانو او ملي شورا غړي او يو شمېر دولتي چارواکو په کې شامل وو، د کابل په دهمزنګ سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې سيمين حسن زاده په دغه مراسمو کې د زبير مړينه د يوه ستر مصيبت په توګه ياده کړه او وويل  دا لومړى زبير نه دى چې د بيان د ازادۍ په برخه کې قرباني ورکوي.

هغې زياته کړه  چې د افغانستان خلکو د عدالت غوښتنې ، انسان دوستۍ او سولې غوښتنې د غږ لپاره د زبير په څېر يو بل ځوان هم له لاسه ورکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه چارواکي وويل:((موږ ډاډ ورکوو چې د خبريالانو د وژنو دوسيې تعقيبوو او خپل ترتيب کړى ليست به لويې څارنوالۍ ته  واستوو.))

ددغه خبريال کورنۍ له دولت نه غوښتنه وکړه چې د ځانمرګو بريدګرو په اړه دې خپل سياست روښانه کړي، څو د افغانستان د خلکو د دوست او دښمن توپير وشي.

همچنان عبدالشهید ثاقب يکى از مسوولان تلویزیون میترا گفت که آنها برای صحت یابی زبير تلاش زیادی نمودند و حتی بارها خواهان انتقال وی به خارج از کشور شدند، که به دلیل وخامت وضعیت صحی او، داکتران شفاخانه ایمرجنسی مانع این کار آنان گرديدند.

وى، درگذشت زبیر حاتمی را در خانوادۀ مطبوعات کشور، یک ضایعه خواند و اظهارداشت که امروز همه خبرنگاران افغان، از درگذشت زبیر به شدت متاثر شده اند.