منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۴ غ.و
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د ميدان وردګو له څوارلسم فارغ سلګونه کسان دندې غواړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

ميدانښار (پژواک، ۳ مرغومى ۹۳): په ميدان وردګو ولايت کې شاوخوا ٧سوه څوارلسم پاسان شته چې بايد مرکزي حکومت يې د ښوونکو په توګه پر دندو وګوماري.

د دغه ولايت د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق د مرغومي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د دغه ولايت د پنځو انسټيټيوټونو او په دغه ولايت کې د ښوونکو د روزنې له مرکزه شاوخوا ۷۰۲ تنه فارغ کړي دي.

خو نوموړی زياتوي چې دوی د دغه ولايت په ښوونځيو کې ۹ سوه ښوونکو ته اړتيا لري، نو ځکه غوښتنه کوي چې ياد فارغين دې په همدغه ولايت کې پر دندو وګومارل شي.

د هغه په وينا، که د ولايت مقام په مرسته د څوارلسم ټولګي فارغين د پوهنې وزارت په مرسته په همدغه ولايت کې د ښوونکو په توګه پر دندو وګوماري، د دوی د اړتيا په پوره کېدو سربېره به يادو فارغينو ته کاري زمينه هم برابره شي.

طارق همدا راز وايي چې د سږ کال په ترڅ کې د ۲۰۸ نجونو په ګډون ۳۶۴۰ تنه د دوولسمو ټولګيو هغه فارغين دي چې تر سلو ډېر له هغو لېسو فارغ شوي چې عمومي زده کړې ورکول شوې دي.

دى وايي همدا راز د شهادت او الفتح دارالمعلمينونه او له درېيو ديني مدرسو هم د روان کال په ترڅ کې ۱۴۲ تنه چې په کې ۱۸ يې د څوارلسم او ۱۲۴يې د دوولسمو ټولګيو دي، فارغ شوي دي.

د چک له کثيرالرشتوي انسټيټيوټ څخه فارغ شوي وليد وردګ هم له پژواک سره په خبرو کې دوی ته د دندې پيدا کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړی زياته کړه، ګڼ نور هم له مسلکي انسټيټيوټونو او د ښوونکو د روزنې له مرکزونو په تېرو کلونو کې فارغ شوي خو تر دې مهاله ورته دندې نه دې پيدا شوې.

هغه وايي: ((هغه څوک چې اړيکې ولري، له فارغېدو سره سم ورته دنده پيدا کېږي خو موږ چې بلدتيا نه لرو، ښايي چې راته دنده پيدا نه شي.))

د ميدان وردګو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رييس امان الله پيغام بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ټول مامورين او ښوونکي د وړتيا له مخې د ازادو سياليو په ترڅ کې ټاکل کېږي.

ده زياته کړه چې د ښوونکو د ګومارنې په موخه لومړی کانديدانو ته فورمې ورکول کېږي او بيا د يوه ټاکل شوي کمېسيون پر وړاندې ترې ازموينه اخيستل کېږي او له هغه وروسته د هغوی پر وړاندې ورته نومرې ورکول کېږي.

نوموړی وايي، هغه کسان چې په ښې نومرې ترلاسه کړي او مسلکي وي نو پر دندو يې ګوماري.