پلخمري (پژواک، ٨ مرغومى ٩٣): د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله لاريون کړى او د يادې ولسوالۍ او باميانو ولايت لاره يې تړلې ده.
دغو کسانو چې شمېر يې شاوخوا سلو ته رسېږي، نن د يادې ولسوالۍ په مرکز کې لاريون وکړ او وايي چې تر اوسه ورته د لړم او لېندۍ مياشتو معاشونه او د تېر يوه کال امتيازات نه دي ورکړل شوي.
د تاله و برفک لېسې يوه ښوونکي قاري جلال پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى معاشونه او ټول امتيازات چې اضافه کاري او نګراني په کې شامل دي؛ تر اوسه د بغلان د پوهنې رياست له لوري دوى ته نه دي ورکړل شوي، خو د ولسوالۍ د پوهنې چارواکي يې له ورکولو ډډه کوي.
هغه زياته کړه چې د دوى معاشونه او امتيازات بايد ژر تر ژره ورکړل شي او د تاله و برفک ولسوالۍ مدير او معتمد بايد ګوښه شي.
د تاله و برفک د شتر جنګل ښوونځي يوه ښوونکي عزيزالله وويل چې د شپږو زرو مياشتني معاش او درې زره حق الزحمې پرته بل کوم عايد نه لري او د پوهنې چارواکي يې هم په نن او سبا تېر باسي، خو پر خپلو خبرو عمل نه کوي.
د باميانو له اوسېدونکو پرته د پروان د غوربند اوسېدونکي هم د بغلان له مرکز او له تاله و برفک ولسوالۍ تېريږي.
په تاله و برفک بالا کې د ډبرو سکرو کان هم موجود دى چې که چېرې دغه لار تړلې پاتې شي نو د ډبرو سکرو د لېږد په لړۍ کې هم ستونزې رامنځته شي.
تاله وبرفک د بغلان ولايت له لرې پرتو ولسواليو ده چې له باميانو سره ګډه پوله لري.
خو د بغلان د پوهنې رييس حبيب الله ظريفي وويل چې د تاله و برفک ښوونکو ته د معاشونو له نه ورکړې همدا اوس خبر ترلاسه کړى او نن به د دې ستونزې د حل په موخه ولسوالۍ ته يو پلاوى ولېږي.
ظريفي وويل چې که چېرې د ولسوالۍ د پوهنې مسوولانو د ښوونکو د معاشونو او امتيازاتو په اړه بې غوري کړې وي نو له دوى سره به هم قانوني چلند وشي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن