منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د زابل اړوند د کابل-کندهار لويه لار رغېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

کلات (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): د زابل چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اړوند سيمه کې د کابل – کندهار د لويې لارې د يوې برخې د ترميم کار يې پيل کړ چې پر مهال به يې لس کيلومتره ساحه بېرته ورغول شي.

 

د دغه ولايت د فوايد عامې رياست رييس محمدنبي خوشحال د مرغومي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل-کندهار د ۱۷۰ کيلومتره لارې ځينې برخې د زابل ولايت اړوند ساحه کې خرابې شوې وې.

 

هغه زياته کړه چې د فوايد عامې وزارت د لس کيلومتره سړک د بېرته جوړولو لپاره ورته بوديجه ورکړې او دوى د پاتې سړک د جوړېدو لپاره هم وړانديزونه کړي دي .

 

د نوموړي په وينا، دغه لس کيلومتره سړک د کلات او شاه جوى ولسوالۍ تر منځ ساحه کې دى چې پر رغولو يې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

 

د ده په خبره چې د سړک د خرابېدو لامل د بې کيفيته توکو کارول او پرې د درنو موټرو تګ راتګ او نه کنټرول دى.

 

بلخوا د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان وويل چې د يادې لويې لارې ترميم نه يواځې د زابل د اوسېدونکو لپاره، بلکې د کابل – هرات د لويې لارې د ټولو مسافرو لپاره په ګټه دي.

 

نوموړي زياته کړه که له يوې خوا د زابل يو شمېر اوزګار اوسېدونکو ته د کار زمينه برابرېږي له بلې خوا د ترافيکي پېښو کچه ورسره را کمېږي.

 

د ولايتي شورا يوه بل غړي عمرخان عمري هم وويل چې د سړک د بيارغونې هرکلی کوي خو وايي چې بايد ټول سړک بېرته ورغول شي؛ ځکه پر لس کيلومتره سړک جوړولو ستونزه نه هوارېږي.

نوموړي وايي چې د درنو موټرو د تګ راتګ له امله په دې لويه لاره کې لوى لښتي جوړ شوي چې په کې د ترانسپورتي وسايطو خصوصاً کوچنيو موټرو تګ راتګ ستونزمن شوی او له امله يې زياتې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

 

د رحيم الله په نوم د يادې لويې لارې يوه چلوونکي پژواک اژانس ته وويل چې د يادې لارې ډېرې برخې ويجاړې شوې او يواځې د لس کيلومترو پر جوړولو ستونزه نه هوارېږي.

 

د زابل چارواکي پر داسې مهال د کابل کندهار د لويې لارې د لس کيلومتره سړک د ترميم خبر ورکوي چې د يادې لويې لارې اکثره پلونه او پلچکونه د ماين په چاودنو کې له منځه تللي او لا هم ويجاړ پاتې دي.

د يو بل خبر له مخې، په جلرېز ولسوالۍ کې د بيارغونې د دوو پروژو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې په جلرېز ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيارغاونې رياست د ثبات پروګرام له لوري د نږدې دوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت يو لوبغالی او يو د تازه اوبو لېږدولو ويالې ( ترناب) د جوړولو چارې بشپړې شوې..

د هغه په وينا، ياد لوبغالی د جلرېز د شهيد پاينده محمد منځني ښوونځي کې د شاوخوا درېيو مياشتو په موده کې جوړ شوى چې ۷ سوه زره افغانۍ مالي لګښت پرې راغلی دی .

خوږياڼي وويل چې همدا راز د يادې ولسوالۍ په دېوالان سيمې کې د نهه سوه زره افغانيو په مالي لګښت د تازه اوبو د لېږدولو وياله (ترناب)، د جوړولو چارې بشپړې شوې .

دى وايي چې له يادو دواړو پروژو پر يوه وخت شاوخوا زر تنه ګټه اخيستی شي. .