کندهار (پژواک ١١ مرغومى ٩٣): په کندهار کې د پوليسو په روزنيز مرکز کې ٢٣٢ پوليسو ته د فراغت سندونه ورکړل شول، چې ١٠٣ تنو يې پوځي او ١٢٩ نورو يې د موټرچلونې په برخه کې ترافيکي زده کړې بشپړې کړې وې.
په دې اړه نن د مرغومي ١١مه، يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د پوليسو د روزنيز مر کز مشر جنرال نصرالله ظريفي، د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.
په کندهار کې د پوليسو د روزنيز مرکز مشر جنرال نصرالله ظريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ١٠٣ پوليسو ته يې د دوو مياشتو په اوږدو کې روزنه ورکړې، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې به په دندو وګومارل شي.
هغه زياته کړه، فارغ شوو پوليسو په دې موده کې د سواد تر څنګ د هېواد د اساسي قانون، بشري حقونو، پوليسي او مدني قوانينو په اړه زده کړې ورکړل شوې.
هغه له فارغو شويو پوليسو وغوښتل، چې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې وکړې او له خلکو سره غوره چلند وکړي.
نوموړي وويل، د ملي پوليسو د روزنې په بهير کې ښه والى راغلى او پوليس د پخوا په پرتله مسلکي شوي، چې له مخې يې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت هم ښه شوى دى.
دى وايي، د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د پوليسو د روزلو چارې د افغاني ښوونکو پر غاړه دي، چې په ډېره ښه توګه پر مخ ځي.
ظريفي دغه راز وويل، چې د روزنې په لړۍ کې يې ١٢٩ نورو پوليسو ته د موټرچلولو په برخه کې ترافيکي زده کړې ورکړې، ترڅو د خپلو وسايطو چلولو پر مهال يې عملي کړي.
په دې اړه د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان پژواک اژانس ته وويل، چې دغو پوليسو ته يې د دوو اونيو په اوږدو کې د موټرچلونکې ټول اصول ورښودلي دي.
هغه له پوليسو غوښتنه وکړه، چې خپل وسايط په ډېر احتياط له ټاکلو قوانينو سره سم وچلوي او له ترافيکي اصولو سرغړونه و نه کړي.
دا په کندهار کې د پوليسو په روزنيز مرکز کې د پوليسو د روزنې ٢٧ پړاو او په ترافيکي برخه کې د روزنې دويمه دوره ده.
د دغه مرکز مسوولين وايي، تر دې مهاله يې تر ٥٠زرو زياتو پوليسو ته روزنه او پوځي زده کړې ورکړې دي.










