منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

طالبانو درې تنه روغتيايي کار کوونکي خوشې کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٣): وسلوالو طالبانو په اروزګان ولايت کې درې تنه هغه روغتيايي کارکوونکي خوشې کړي، چې پنځه ورځې مخکې يې تښتولي وو.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د مرغومي په ١٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ياد کارکوونکي د مرغومي په ٧مه، د خاص اروزګان ولسوالۍ د شالۍ ناوې له سيمې څخه تښتول شوي وو.

هغه زياته کړې چې تښتول شوي کسان د  افغان روغتيايي پرمختيايي موسسې (اى اېچ ډي اېس) کارکوونکي وو، چې په تښتول شويو کسانو کې دوه ډاکټران او يو يو واکسيناتور شامل وو.

د والي وياند وايي چې دغه کسان يادې سيمې ته د ناروغانو د درملنې لپاره تللي وو چې وسله والو تښتولي وو.

ناياب وويل چې ياد کسان ن پرون تر غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د روغتيايي شورا او قومي مشرانو د هلو ځلو په پايله کې خوشې شوي دي .

د هغه په وينا، وسلوالو دوى ته هېڅ ډول زيان نه دى رسولى او نه يې هم وهلي ډبولي دي.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل هم د يادو کسانو خوشې کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې دوى بېرته پخپلو دندو پيل کړى دى.

دى وايي، طالبانو تر څېړنو وروسته چې دغه کسان نظامي خلک نه دي او يواځې روغتيايي کارکوونکي دي، خوشې کړې يې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.