کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٣): د افغانستان له ژورنالېستانو څخه د مالي ملاتړ صندوق نن په رسمي ډول خپل کار پيل وکړ او هڅه کېږي، چې له دغې لارې د حکومت او نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ هم تر لاسه شي.
دغه صندوق چې څو کاله وړاندې رامنځته شوى او د مالي مرستې د نه شتون له امله يې فعاليت نه درلود، نو د کابل په استقلال لېسه کې د فرانسې په فرهنګي مرکز باندې له ځانمرګي بريد وروسته فعال شوى دى.
د يوه طالب ځوان له لوري په استقلال لېسه باندې د ځانمرګي بريد په پايله کې يو بهرنى وګړى ووژل شو او د زبير حاتمي او نورو فرهنګيانو په ګډون په کې ٢٠ تنه ټپيان شول.
د چارواکو په وينا، اوسمهال په دغه صندوق کې له يو ميليون څخه ډېرې افغانۍ اچول شوې او د دغې لړۍ په لومړي قدم کې يې د ميترا خصوصي تلوېزيون عکاس زبير حاتمي کورنۍ ته ٥٠ زره افغانۍ ورکړې او همدرانګه پنځوس زره نورې د دغه تلوېزيون له يوه بل عکاس سره مرسته شوې.
له ياد بريد وروسته د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم له دغه صندوق سره لس زره ډالر، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور پنځه زره ډالر او يو شمېر سوداګرو، د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړو او د دولت پخوانيو چارواکو څه ناڅه مرسته کړې او همدارنګه يې يو شمېر نورو د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان له ژورنالېستانو څخه د مالي ملاتړ صندوق مشر اصف وردګ نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه صندوق به له ژورنالېستانو سره په مالي برخه او د خبريالانو او ژورنالېستانو لپاره د نيمه بيمې صندوق بڼه ولري.
هغه زياته کړه، چې دغه صندوق د هېواد په ټولو ژورنالېستانو پورې اړوندى دى او له هيڅ کوم ارګان سره نه دى تړلى. هر ژورنالېست د دغه صندوق ساتونکى، څارونکى او مالک دى او ژورنالېستان بايد له خپل دغه صندوق څخه ملاتړ وکړي.
وردګ زياته کړه: ” زه ژمنه کوم چې له دغه صندوق څخه به يوه افغانۍ هم بې ځايه ونه لګول شي او ټول خبريالان د دې حق لري، چې د صندوق په اړه ترې وپوښتي ويې څاري او په اړه يې معلومات تر لاسه کړي، چې د صندوق وضعيت څه ډول دى.”
خو هغه څرګنده کړه، چې د وضع شويو قوانينو له مخې يواځې هغه ژورنالېستان چې د دغه صندوق غړيتوب لري؛ له دغه صندوق څخه ګټه پورته کولى شي او په ځينو مواردو کې نور ژورنالېستان هم له دغه صندوق څخه اوږدمهال پورونه اخيستلى شي.
د افغانستان له ژورنالېستانو څخه د مالي ملاتړ صندوق وويل، چې د صندوق مسوولين به له ولسمشر او د حکومت له اجراييه مشر سره هم ليده کاته وکړي، څو د هغوى ملاتړ هم ترلاسه کړي. ان په نړيواله کچه په ځانګړي ډول تر اروپايي ټولنې پورې هڅه کېږي، چې د افغانستان له ژورنالېستانو سره مالي ملاتړ وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې له خبريالانو او د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ يو شمېر بنسټونه جوړ شوي او د خبريالانو په نومونو يې له بهرنيانو ډېرې مرستې هم تر لاسه کړې، خو د دوى له لوري له خبريالانو سره کوم ډول مرستې نه دي شوې.










