کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٣): هندي چارواکي وايي، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پوهانو د ظرفيت د لوړوالي پروګرام به ډېر ژر پيل کړي.
دغه څرګندونې د هندوستان د علومو د ملي اکاډمۍ رييس راجدينرا ګدهکار د افغانستان د علومو اکاډمۍ له مشرتابه پلاوي سره د اسيا د سوېل هېوادونو د اکاډميو د مشرانو د غونډې په څنډه کې کړې دي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هندوستان د علومو د ملي اکاډمۍ په رسمي بلنه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي منشي څېړنوال دوکتور احمدشاه عمر وردګ په مشرۍ د دې اکاډمۍ يو پلاوي د اسيا د سوېل هېوادونو د اکاډميو او علمي ټولنو د مشرانو په عمومي اسمبلې کې ګډون وکړ.
سرچينې زياته کړې، ياد شوي پلاوي د هندوستان د اکاډمۍ له مشر سره په کتنه کې د افغانستان او هندوستان د علومو د اکاډميو ترمنځ د ګډو همکاريو د لاسليک شوي سند په رڼا کې د هغه هېواد مرسته د ځوانو څېړونکو د وړتيا په لوړاوي کې وغوښتله.
دوى زياته کړې، د افغانستان د علومو اکاډمي د نړۍ له ټولو اکاډميو سره د ښو اړيکو ټينګول غواړي.
د خبرپاڼې په حواله، د هندوستان د علومو د ملي اکاډمۍ رييس له افغاني پلاوي سره ژمنه وکړه، چې د لاسليک شوي سند له مخې به ډېر ژر د افغاني پوهانو د ظرفيت د لوړوالي پروګرام پيل کړي.
د هغه په وينا، د دې پروګرام د ښه پيل په موخه به په روان زېږديز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ يو تن د درېيو مياشتو له پاره هندوستان ته راولېږي، چې ټول لګښت به يې د هندوستان په غاړه وي او دا لړۍ به په راتلونکي کال کې ګړندۍ شي.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې په 2015 کال کې به د Third world Academies of Sciences (TWAS) اداره، چې دوره يي مشري يې د هندوستان په غاړه ده، د علومو اکاډمۍ په سيمينارونو او ورکشاپونو کې مالي او تخنيکي مرسته وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، افغاني پلاوي د غونډې په بهير کې د ترکيې، کوريا، منګوليا، جاپان، جرمني، چين، سنګاپور، موريسش، بوتان، ميانمار، پولند، تاليند، روسيې، نيپال، اندونيزيا او ماليزيا د هېوادونو د علومو اکاډميو رييسانو او استازو ته، چې د اسيا د سوېل هېوادونو د اکاډميو او علمي ټولنو (AASSA) غړي دي، د علمي – تحقيقي همکاريو د پروتوکولونو مسودې، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا برابرې شوې وې، د يادو هېوادونو مسوولينو ته وسپارلې، ترڅو له کره کتنې وروسته د نافذه قوانينو په رڼا کې د رسمي او ديپلوماتيکو مراجعو له لارو څخه لاسليک شي.










