ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې د موټرو غير قانوني اډو ګڼه ګوڼه زياته کړې

په جلال اباد کې د موټرو غير قانوني اډو ګڼه ګوڼه زياته کړې

author avatar
8 Jan 2015 - 11:18
په جلال اباد کې د موټرو غير قانوني اډو ګڼه ګوڼه زياته کړې
author avatar
8 Jan 2015 - 11:18

جلال اباد (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٣ ) : د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا استازي شکايت کوي چې د ښار په بېلابېلو واټونو کې غير قانوني او د خپلسرو اډو له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

دوى وايي چې د يادو اډو استازي له موټرو غير قانوني پيسې اخلي، چې يوه برخه يې د ترافيکو مديريت چارواکو او يوه برخه يې د ترانسپورټ رياست چارواکو ته ورکوي.

د جلال اباد ښار په تالاشۍ او مخابراتو څلور لارو کې د کابل، تورخم، مومندرې، ، بهسودو، کامې ‌، لغمان ، غني خېلو، بټي کوټ، کوټ، رودات او يو شمېر نورو سيمو اډې موجودې دي چې د هر موټر په سر د ورځې د اډې خاوندان له ٢٠ څخه ٥٠ کلدارې اخلي.

عجب خان چې کرولا ډوله موټر چلوي هر سهار د مخابراتو له څلورلاري سپرلۍ پورته کوي، وايي چې دوى هره ورځ د ترافيکو په نوم يوه ځانګړي شخص ته پيسې ورکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، په دې خاطر په مخابراتو څلور لاري کې موټر کې سپرلۍ کېنوي که چېرې د کابل رسمي اډې ته لاړ شي نو هلته ورته نوبت نه رسيږي.

ده زياته کړه: (( بله خبره دا ده چې که زه کابل اډې ته لاړ شم بل موټر څخه دلته پيسې اخلي او ژر ډکيږي، نو له هغې ښه ده چې زه هم سل کلدارې ورکړم او موټر ژر ډک کړم.))

هغه وايي، چې په بېلابېلو نومونو ترې غير قانوني پيسې اخيستل کيږي.

د بهسودو پول ته څېرمه يوه بله اډه چې د کونړ، کابل او تورخم ده هم په غېر قانوني ډول په کې موټر سپرلۍ پورته کوي.

د يادې اډې يوه موټر چلوونکي رحيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کونړ  مسافرو ته همدغه لاره نږدې ده ، نو ځکه يې دلته اډه جوړه کړې ده.

دى وايي چې د اډې منشي ترې پيسې اخلي او هغوى بيا خپله برخه ترافيکو او د ترانسپورټ رياست ته ورکوي.

هغه زياته کړه چې دوى هم قانوني لارې خوښوي، خو دا چې يو شمېر نور موټر چلوونکي يې هم همدلته سپرلۍ برابروي نو دوى مجبور دي چې د وخت د سپما په خاطر غيرقانوني پيسې ورکړي او په خپله مخه لاړ شي.

د جلال اباد ښار تلاشۍ څلور لاري کې د غير قانوني اډې يوه منشي چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى يواځې له هغو موټرو پيسې اخلي، چې نورو ولايتونو ته ځي.

دى زياتوي چې يو شمېر ترافيکو ورته ويلي ، کله يې چې چارواکي راځي نو بايد بيا موټر شا و خوا نږدې کوڅو کې پټ کړي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي بدرالدين پژواک اژانس ته په ښار کې د غير قانوني اډو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په ښار کې د ګڼې ګوڼې يواځينى لامل د غير قانوني اډو شتون دى.

ده وايي : (( له تالاشۍ څلور لاري تر مخابراتو څلور لاري پورې ټوله دوه سوه متره لاره ده ، خو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله په يوه ساعت کې نه شې رسېدلى.))

د هغه په وينا، په څلور لارو کې ترافيک ولاړ وي مګر په خوا کې يې موټر چلوونکي د تورخم او کابل چغې وهي.

د جلال اباد ښار بل اوسېدونکى اسدالله هم وايي چې له يادو غير قانوني اډو څخه ډېر په تنګ دي، نوموړى له سيمه ييزو چارواکو غواړي چې په ښار کې دې د دا ډول اډو مخه ونيسي.

هغه زياته کړه : (( د جلال اباد ښار ساحه تنګه ده او چوکونه ډېرى وخت د همدغو غير قانوني اډو له امله بند وي او د ښار اوسېدونکي له ډول ډول ستونزو سره مخ کوي.))

د جلال اباد ښار يو تن دوکاندار جلاد خان هم د غير قانوني اډو د شتون په اړه وايي، چې په ياد کار کې له دوی سره ترافيک هم جوړ دي، ځکه په رڼا ورځ موټر له ښاره ډکېږې او کابل ته ځې، خو ترافيک ورته هېڅ نه وايي.

نوموړي وويل چې دوى هره ورځ  له ٢٥ تر ٣٠ زره کلدارو پورې عايد لري، چې ټولې يې خپل مشر ته ورکوي.

ده د اډې د مشر نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې هغه له ترانسپورټ او ترافيکو څخه په اجاره باندې دا اډې اخيستې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم ورته خبره کوي او وايي چې ټول ښار له غير قانوني اډو څخه ډک دى.

د هغه په وينا، له يادو اډو څخه غير قانوني پيسې اخيستل کيږي او ولايتي اداره يې په مخنيوي کې پاتې راغلې ده.

زمري زياته کړه: (( د ترانسپورټ رياست، د ترافيکو مديريت او نورې ادارې اړې دي چې ښار له ګڼې ګوڼې وژغوري، خو دوى يواځې د څو روپو په بدل کې هر کار کوي.))

پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړيکو نيولو سربېره هم پر دې ونه توانيد چې د ترانسپورټ رياست نظر  واخلي.

بله خوا د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال اسدالله يوسفزي پژواک اژانس ته دا ادعا رد کړه چې ګواکې دوى ته څوک پيسې ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د غير قانوني اډو د مخنيوي لپاره دوى په يواځې ځان نه شي کولى چې دا ستونزه له منځه يوسي، نو په کار ده چې نورې ادارې هم ورسره ملګرې شي.

ده وويل: (( بايد له ښاره بهر نورې اډې جوړې شي چې دا کار د ترانسپورټ رياست دى او موږ څه موده وړاندې په دې اړه جلسه هم کړې وه .))

د ترافيکو د مدير په خبره، چې دوى له هېڅ چا څخه غيرقانوني پيسې نه اخلي او که چېرې د دوى کوم کارمند داسې موټر وويني چې غيرقانوني ولاړ وي او سورلۍ پورته کوي نو قانوني پارچه ورته ورکوي.

ياده دې وي چې دا مهال له ښاره بهر، په اومه وياله،ننګرهار ګمرک ته څېرمه او د بهسودو پول ته څېرمه د ترانسپورټ رياست له لوري قانوني اډې جوړې شوې دي، خو ډېر کم موټر  ترې استفاده کوي او پاتې ټولې يې په ښار کې سورلۍ پورته کوي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.