ترينکوټ ( پژواک ٢٠ مرغومى ۹۳) : د اروزګان ولايت زرګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د فرانسې بريدکوونکي اتلان وبلل او پر مرکزي دولت يې نيوکه وکړه، چې پر ياد بريد خواشيني څرګنده کړې وه.
تېره اونۍ دوو وسله والو چې وروڼه هم وو، د فرانسې په پاريس ښار کې د شارلي ابدو په نامه ديوې مجلې پر دفتر بريد کړى و او ددې مجلې د څو تنو کارکوونکو په ګډون يې ١٢ تنه ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان کړي وو.
دغه دواړه بريدګر چې د پاريس د شمالي څنډو په يوه کور کې له پنځو يرغمل شويو کسانو سره پټ شوي وو ، تېره شپه د عملياتو پر مهال له څلورو يرغمل شويو کسانو سره ووژل شول.
د يادونې ده چې دغې مجلې څو کاله مخکې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد )ص( کاريکارتور خپور کړى و ، چې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.
ولسمشر اشرف غني د نړۍ د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر ياد بريد غندلى و او د فرانسې له خلکو سره يې خواخوږي څرګنده کړې وه.
خو د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې سلګونو اوسېدونکو پرون د جمعې تر لمانځه وروسته د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د فرانسې بريد کوونکي اتلان وبلل او پر دولت يې نيوکه وکړه، چې پر يادې پېښې يې خواشيني څرګنده کړې ده.
لاريون کوونکو د هغوکسانو پر وړاندې د مرګ شعارونه ورکول چې حضرت محمد )ص( ته يې سپکاوی کړی و .
د لاريون ګډونوالو چې شمېر يې زرګونو تنو ته رسېده،د يادې ولسوالۍ له منار څلور لاري څخه لاريون پيل او په بېلا بېلو لارو کې وګرځېدل.
دوى له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې له فرانسې هېواد سره دې هر ډول اړېکې پرې کړي او په کابل کې دې د ياد هېواد سفارت وتړي .
د لاريون يو تن ګډونوال مولوي محمدالله پژواک اژانس ته وويل چې دوى د هغو اتلانو د سرښندنې په موخه راټول شوي ، چې حضرت محمد (ص) ته پر سپکاوي کوونکو يې ډزې کړي او له هغوى څخه يې غچ اخيستى دى.
د لاريون يوه بل ګډونوال حاجي نسيم پژواک ته وويل : ((موږ له خپل دين څخه په هرحالت کې ننګه کوو او چاته اجازه نه ورکوو چی زموږ د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوی وکړي.))
نوموړي د مرکزي دولت د هغې خبرپاڼې غندنه وکړه، چې د فرانسې پر پېښې يې خواشيني څرګنده کړې ده.
دى وايي، افغانستان يو اسلامي هېواد دى او وګړي يې ټول مسلمانان دي، مرکزي حکومت بايد پر يادې پېښې خواشيني نه واى څرګنده کړې.










