منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۷ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

روغتيايي سيار کلينيک له ګټې اخيستو پرته ويجاړ شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

اسعداباد( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ): په ټولو طبي وسايلو مجهز  يو سيار کلينيک له څو کلونو راهيسې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې ولاړ  دى، خو ګټه ترې نه ده اخيستل شوې.

دغه سيار کلينيک چې د پاکستان د حکومت له خوا مرستې شوى، د اسعداباد – جلال اباد پر لويه لاره د نورګل ولسوالۍ د ميا کلا سيمې د سيد محمد امين فاطمي د جامع کلينيک په ودانۍ کې ولاړ دى.

د ځايي خلکو په وينا، له کلونو راهيسې دغه سيار کلينيک دلته بې ځايه ولاړ دى او هېڅ  ګټه ترې نه ده اخيستل شوې.

د کونړ ولايت يوتن اوسېدونکي زردشت شمس چې ياد کلينيک يې له نږدې ليدلى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه سيار کلينيک کې د ايکسرې ماشين ترڅنګ د نورو معايناتو او درملنې لپاره يې هم اسانتياوې درلودې.

خو هغه وايي چې اوس دغه هر څه نشته او د سيار کلينيک ځينې نورې برخې هم زيانمنې شوې دي.

شمس زياته کړه : ((د کونړ ولايت په ډېرو سيمو کې روغتيايي خدمتونه نشته، د روغتيا مسوولينو په کوم منطق ياد کلينيک داسې بېځايه ساتلى او هېڅ ګټه ترې نه اخيستل کېږي.))

د نورګل ولسوالۍ د ميا کلا سيمې يواوسېدونکى شېرالرحمن وايي، دغه سيار کلينيک په يوه لوى موټر کې چې د پاکستان له خوا ډالۍ شوى، جوړ دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى دغه سيار کلينيک ګوري چې په ودانۍ کې ولاړ دى او هېڅ ګټه ترې نه پورته کېږي .

دى وايي : ((مسوولينو ولې دغه کار کړى، هېڅ يو مسلمان دا ډول خيانت نه کوي.))

د هغه په وينا، که چېرې په کونړ کې روغتيايي ستونزې نه وي نو مسوولين بايد دا سيار روغتيايي کلينيک بل کوم ولايت يا نورستان ته دې ورکړي، چې خلک يې ورته ډېره اړتيا لري.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي وايي چې دغه سيار کلينيک پنځه کاله مخکې د عامې روغتيا وزارت له خوا د دوى په واک کې ورکړل شوى و.

د نوموړي په وينا، هغه مهال له پاکستان څخه ډېر زيات کډوال راغلي وو او دوى ددې سيار کلينيک په وسيله د هغوى درملنه کوله.

خو ډاکټر فضلي وويل چې اوس د کډوالو په ټولو مېشت غالو او ولسواليو کې کلينيکونه جوړ شوي ، نو دغه سيار کلينيک ته اړتيا نشته.

ده زياته کړه : (( ددغه سيار کلينيک لپاره اوس پرسونل هم نه لرو او د ساتلو ځاى يې هم نه و، ځکه مو د نورګل ولسوالۍ د کلينيک په ودانۍ کې درولى دى. ))

د عامې روغتيا رييس دا خبره رد کړه، چې ګوندې وسايل يې بې ځايه شوي دي.

هغه وايي، څو ځلې يې وزارت ته وړانديز کړى، چې دا سيار کلينيک دې بېرته ولېږدوي او يو بل ولايت ته چې اړتيا ورته ولري، ور دې کړي.

د هغه په وينا، د کونړ په مرکز او ولسواليو کې ٥٢ بابه روغتيايي مرکزونه شته چې د خلکو ډېرې ستونزې يې هوارې کړې دي.