منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د استاد صديق پسرلي د مړينې لومړى تلين ونمانځل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل(پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): د پښتو ژبې د پياوړي شاعر  استاد محمدصديق پسرلي د مړينې لومړى تلين ونمانځل شو.

محمد صديق پسرلى په ١٣٠٧ لمريز کال  کې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په يوه فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلى ، په ماشومتوب کې  له خپلې کورنۍ سره کندوز ته تللى او زده کړې يې په هغه ولايت کې تر سره کړې دي.

  پسرلى په ١٣٥٩ لمريز کال کې له خپلې کورنۍ  سره پېښور ته کډوال شو، خو خپل فرهنګي فعاليتونه يې پرېنښودل او د سپېدې کلتوري مجلې د خپراوي تر څنګ يې په پېښور کې د “افغان ادبي بهير” بنسټ هم کېښود، خو په ١٣٧٧ لمريز کال کې کابل ته را ستون شو او خپلو فرهنګي او ادبي کارونو ته يې دوام ورکړ.

د نى کوڅه، ماته شپېلۍ او غزلبڼ د هغه شعري اثار دي او ددې ترڅنګ يې د لنډو کيسو ځينې تولګې او ناولونه هم خپاره شوي دي.

نوموړى د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي مياشتې په ٢٢مه د ٨٥ کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او د کابل ښار په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شو.

په همدې مناسبت د مرغومي په ٢٢مه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غونډو په تالار کې په جوړو شوو مراسمو کې ګڼ شمېر څېړونکو، فرهنګيانو او د استاد پسرلي مينه والو ګډون کړى و.

د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په دې اړه په استول شوي پيغام کې راغلي : ((  هيله من يم دغه ناسته د هېواد ددغه ستر شاعر او ليکوال په اړه د مقالو، خاطرو او څېړنو د شريکولو يو ښه فرصت شي.))

هغه زياته کړې چې استاد پسرلي د هجرت پرمهال د “افغان ادبي بهير” بنسټ کېښود او سپېده مجله يې خپره کړه.

دده په خبره، له څېړونکو او فرهنګيانو تمه کېږي چې د استاد پسرلي د اثارو او ژوند په اړه علمي څېړنه وکړي او يا هم د دا ډول څېړنيزو ناستو او سيمينارونو په جوړولو سره د هغه د اثارو په خپراوي او د اوسني نسل تر څنګ راتلونکي نسل ته هم د افکارو رسولو کې ونډه واخلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په همدې مناسبت په خپل استول شوي پيغام کې پسرلى يو فرهنګي شخصيت بللى او زياته کړې يې ده چې پسرلى نه يواځې شاعر، بلکې د ځوانو شاعرانو روزونکى او همکار و چې ټول شاعران يې پر ځان را غونډ کړي وو او کور يې په يوه فرهنګي مرکز بدل کړى و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست غلام نبي فراهي د استاد پسرلي شعرونه وستايل او د هېواد له څېړونکو او فرهنګيانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د استاد پسرلي د غزلونو په اړه يو بحث ترتيب کړي ، چې ځوانان او فرهنګيان ورسره زياته لېوالتيا لري او ګټور به وي.

هغه زياته کړه چې استاد پسرلى د هېواد د پياوړو ليکوالو او شاعرانو له ډلې و، چې تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د مډال تر لاسه کولو لپاره ولسمشرۍ رياست ته پشنهاد شوى و، خو مخکې له دې چې مډال يې په سينه ولګول شي، له نړۍ يې سترګې پټې کړې.

فراهي ژمنه وکړه چې د استاد پسرلي ټول نا چاپ اثار به د چاپ  پر ګاڼه سمبال کړي.

شاعر او ليکوال او د علومو اکاډمي غړي سليمان لايق د هېواد د فرهنګيانو په استازولۍ وويل چې استاد پسرلى يو ملي شاعر و او زياته يې کړه چې د خپل عمر په اوږدو کې يې ځان له سياسي ډلو لرې ساتلى و.