منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د کانديد وزيرانو لنډه پېژندنه

· ۱۱ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل ( پژواک،٢٣ مرغومى ٩٣): د نوې کابينې له کانديد وزيرانو څخه شپږ تنه د دوکتورا، ١١ تنه د ماسټرۍ او پاتې نور د ليسانس او فوق ليسانس  په کچه زده کړې لري.

له يادو کسانو څخه ١٣ تنه ولسمشر محمد اشرف غني او ١٢ تنه د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله معرفي کړي؛ يو تن خپلواک دى او د افغانستان بانک مشر هم ولسمشر معرفي کړى دى.

له يادو ٢٧ تنو څخه درې  يې تر ٤٠ کلونو د ټيټ عمر لرونکي دي او تر ټولو د ټيټ عمر کانديد وزير ٣٧ کلن دى، پاتې نور له ٤٠ کلونو لوړ عمر لري او تر ټولو د لوړ عمر کانديد وزير ٧٠ کلن دى. د کابينې په کانديد غړيو کې درې تنه ښځې دي.

د ملي دفاع وزارت کانديد وزير شېرمحمد کريمي

ستر جنرال شېرمحمد کريمي د ملا محمد کريم زوى، چې په ١٣٢٤ کال کې په خوست ولايت کې زېږېدلى، په خټه سادات دى او په برېتانيا کې يې پوځې زده کړې  کړې دي. هغه د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. ده  د لوى درستيز او په ملي دفاع وزارت کې پر نورو څوکيو کار کړى دى.

 د کورنيو چارو کانديد وزير نورالحق علومي

نورالحق علومي د عبدالعظيم زوى، چې په ١٣٢٧ کال کې زېږېدلى،د کندهار اصلي اوسېدونکى او په قوم پښتون دى. هغه  د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شوى او په امريکا او روسيه کې يې هم پوځي زده کړې کړې دي. علومي د اجراييه رييس له خوا معرفي شوى دى. ده چې د افغانستان د متحد ملي ګوند مشر هم دى، د  ملي شورا د غړي او له ١٣٧١ کال مخکې د کندهار د قول اردو د قوماندان، د جنوبي زون د تنظيميه رييس او د افسرانو د عالي کورس  د استاد په توګه کار کړى دى.

د بهرنيو چارو کانديد وزير صلاح الدين رباني

صلاح الدين رباني،د پخواني ولسمشر استاد برهان الدين رباني زوى، چې په ١٣٥٠ کال کې په کابل کې زېږېدلى ، خو د استوګنې اصلي ولايت يې بدخشان دى. هغه په قوم تاجک دى، په نړيوالو اړيکو، مديريت او سوداګرۍ کې ماسټرۍ لري. ده د بازارموندنې او مديريت په برخه کې په سعودي عربستان کې د ليسانس په کچه هم زده کړې کړې دي. هغه د اجراييه رييس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. ده  د جمعيت اسلامي ګوند د سرپرست،  د سولې عالي شورا د مشر ، په ترکيه کې د افغانستان د سفير په توکه او د سعودي عربستان دنفتو په کمپنۍ  په کار کړى دى.

د ماليې وزارت کانديد وزير جيلاني پوپل

غلام جيلاني پوپل د محمداعظم زوى، چې په ١٣٣٥ کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى، د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ شوى. هغه د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. پوپل، د ماليې وزارت د مرستيال، د سيمه ييزه ارګانونو د رييس ، په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د ولسمشر د سلاکار او د افغانستان  پرمختيايی ټولنې د رييس په توګه يې دندې تر سره کړې دي.

د عدليې وزارت کانديد وزير احمد سير مهجور

احمد سير مهجور، په ١٣٤٣ کال کې په بغلان ولايت کې زېږېدلى، په قوم تاجک دى او د حقوقو د اساساتو، فلسفې او ټولنپېژندنې په برخه کې دوکتورا لري او د اسلامياتو او سياسي علومو په برخه کې يې په پاکستان کې هم زده کړې کړې دي. هغه د اجراييه رييس له خوا معرفى شوى او په فرانسه کې يې د انستيتيوت د استاد، د فرانسې په محاکمو کې د عربو، افغانانو او ايرانيانو د عدلي چارو د کارپوه او په ملي شورا کې د حکومت پر کړنو د څار برخې د سلاکار  په توګه کار کړى دى.

د پوهنې کانديد وزير  محمد ګل زلمى يونسي

محمد ګل زلمى يونسي،د محمد يونس زوى،چې په ١٣٣٦ کال کې په بلخ ولايت کې زېږېدلى، په قوم تاجک دى او په  حقوقو او سياسي علومو کې د ليسانس په کچه زده کړې لري. هغه د اجراييه رييس له خوا معرفي شوى دى.  ده  په لويه څارنوالۍ کې د څارنوال په توګه او دغه راز  په پلان وزارت کې هم  دنده  تر سره کړې ده. هغه په ١٣٨٥ کال کې په بلخ کې له پوهنې څخه د ملاتړ شورا هم جوړه کړې وه.

د ښځو چارو کانديد وزيره نجيبه ايوبي

نجيبه ايوبي، چې ٤٥ کاله عمر لري ، په پروان کې ولايت کې زېږېدلې، په قوم تاجکه ده،په ژورنالېزم کې د ليسانس په کچه زده کړې لري او د پروان د پيداکوژي انستيتيوت څخه يې د دري ادبياتو په برخه کې ديپلوم تر لاسه کړى دى. ايوبي، د اجراييه رييس له خوا د ښځو چارو وزرات ته کانديد شوې ده. هغه، د ښځو د حقونو له فعالينو څخه ده او د کليد ګروپ ، کليد راډيو او  د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو د پراختيا ادراې د مشرې په توګه يې کار کړى دى.

د فوايد عامې کانديد وزير  عباس بصير

عباس بصير، په ١٣٢٩  کال کې په غزني ولايت  کې زېزېدلى، په قوم هزاره دى او د چاپېريال ساتنې په برخه کې د دوکتورا په کچه زده کړې لري. دى ولسمشر د کانديد وزير په توګه معرفي کړى دى. بصير، د پخواني ولسمشر د دويم مرستيال د دفتر د رييس او د پوهنتون د استاد په توګه دندې تر سره کړې دي.

د عامى روغتيا کانديد وزير فيروز الدين فيروز

فيروز الدين فيروز،د غلام محى الدين زوى، چې په ١٣٤٩ کال کې په پنجشېر ولايت کې زېږېدلى او په قوم تاجک دى. ده د رهبرۍ او مديريت په برخه کې د هند په يوه انستيتيوت کې زده کړې کړې دي،د وسله والو ځواکونو په طبي اکاډمۍ کې د عمومي جراحۍ په برخه کې يې تخصص تر لاسه کړى او د طب دوکتورا يې د کابل د طب له انستيتيوت څخه تر لاسه کړې ده.  دى د اجراييه رييس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. هغه، د عامى روغتيا وزارت د مسلکي مرستيال  او په عراق، سوډان او هندوستان  کې د عامې روغتيا په وزراتونو کې د نړيوال بانک د سلاکار او د کاپيسا ولايت د عامې روغتيا د رييس په توګه کار کړى دى.

د کرنې او مالدارۍ کانديد وزير محمديعقوب حيدري

محمديعقوب حيدري،چې ٥٣ کاله عمر لري، په کابل کې زېږېدلى او په پيداکوژۍ کې ماسټري لري. هغه د ولسمشر له خوا معرفي شوى دى.

د کانونو وزارت کانديد وزير داوود شاه  صبا

داوودشاه صبا، چې په ١٣٤٢ کال کې په هرات ولايت کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى او د ځمکې پيژندنې په برخه کې ماسټرى لري. دى د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. هغه  د هرات ولايت د والي او د ولسمشر د سلاکار په توګه دندې تر سره کړې دي. 

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ کانديد وزير برنا کريمي

برنا کريمي په ١٣٥٣ کال کې په کابل کې نړۍ ته سترګې غړولي، په قوم هزاره دى  او په ادراه او تجارت کې ماسټري لري. دى، اجراييه رييس د کانديد وزير په توګه معرفي کړى دى. هغه په کاناډا کې د افغانستان د سفير ، د ولسمشرۍ د د فتر د مرستيال ، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پاليسۍ د مرستيال او په کاليفرنيا کې د خصوصي شرکتونو د عامل رييس، د پلور د مشر او اجرايي رييس  په توګه کار کړى دى.

د کليو او پراختيا کانديد وزير نصير احمد درانى

نصير احمد درانى د حاجي شاه محمد زوى ، چې په ١٣٣١ کال کې په لوګر ولايت کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى ، د ادارې او پراختيا په برخه کې د امريکا له نبراسکا پوهنتون څخه يې ديپلوم تر لاسه کړى ،د ميخانيک انجنيرۍ په برخه کې يې په کابل پوهنتون کې زده کړې کړي  او د ښاري پراختيا په برخه کې ماسټري لري.  دى د اجراييه ريس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. هغه د کانونو وزارت د مرستيال او سلاکار او په  بريتانيا کې د انرژۍ د بازار موندنې د ګازو د څانګې د سلاکار په توګه کار کړى دى.

د لوړو زده کړو کانديد وزيره خاطره افغان

خاطره افغان، په ١٣٥٦ کال کې په کندهار ولايت کې زېږېدلې، په قوم پښتنه ده ، عامه اداره او حکومتولۍ کې ماسټري لري. هغه د ولسمشر له خوا معرفي شوې ده.

د اوبو او برېښنا کانديد وزير محمود صيقل

محمود صيقل، په ١٣٤٠ کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى، په قوم تاجک دى، د نړيوالې پراختيا په برخه کې يې له ديکن پوهنتون څخه  ماسټري تر لاسه کړې او په محيطي او مهندسي ډيزاين کې يې د ليسانس په کچه زده کړې کړې دي. صيقل د اجراييه ريس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. هغه، د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو مرستيال، په استراليا کې د افغانستان سفير او په ملګرو ملتونو کې د سلاکار په توګه دندې تر سره کړې دي. ده پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پر مهال په جهاد کې ونډه اخستې ده.

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو کانديد وزير سادات نادري

سيد سادت منصور نادري،د سيد منصور نادرې زوى، چې په ١٣٥٥ کال کې په کابل زېږېدلى خو اصلي ولايت يې بغلان دى، په قوم سادات دى او په اقتصاد کې د ليسانس په کچه زده کړې لري. دى ، د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. سادات، د افغانستان بانک د مديره پلاوي د غړي او د بيمې شرکت د رييس په توګه دندې تر سره کړې دي.  

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو کانديد وزير سيد حسين عالمي بلخي

سيد حسين عالمي بلخي،د سيدميراقا زوى، چې په ١٣٣٥ کال کې په بلخ ولايت کې زېږېدلى، په قوم سادات دى او په اسلامي علومو کې دوکتورا لري.  هغه اجراييه رييس د کانديد وزير په توګه معرفي کړى . ده د ولسي جرګې د غړي، د سوداګرۍ او صنايعو د وزير او وحدت اسلامي ګوند د مرستيال، د افغانستان د متحدې اسلامي جبهې د رهبرۍ شورا د غړي او د هېواد د علماوو شورا د غړي  په توګه کار کړى دى.

د ارشاد، حج او اوقافو کانديد وزير فيض محمد عثماني

فيض محمد عثماني، چې په ١٣٣١ کال کې په کندوز ولايت کې زېږېدلى، په قوم ترکمن دى او په اسلامي علومو کې د ليسانس په کچه زده کړې لري. دى د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى . هغه، د پوهنتون د استاد او د طلوع تلوېزيون د اسلامي خپرونو د وياند په توګه دندې تر سره کړې دي.

د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزير فيض الله کاکړ

فيض الله کاکړ، په فارياب کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى، د عامې روغتيا (Epidemiology) او عدلي طب په برخو کې دوکتورا او  د سمي توکيو په پېژنده (Toxicology) کې ماسټري  لري. دى د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. هغه د عامې روغتيا وزارت د مسلکي مرستيال، د روغتيا او پوهنې په چارو کې د ولسمشر د سلاکار، د افغانستان د اسلامي پوهنتون رييس او د دې پوهنتون د طب پوهنځي د مشر، د روغتيا د نړيوال سازمان د سلاکار او په واشنګټن کې د پوهنتون د استاد په توګه دندې تر سره کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ کانديد وزيره آى سلطان خيري

آى سلطان خيري، په ١٣٤٣ کال کې په بلخ ولايت کې زېږېدلې، په قوم اوزبکه ده او په ترکي ادبياتو کې دوکتورا لري. هغه د ولسمشر له خوا معرفي شوې ده. دې، د پوهنتون د استاد، د بلخ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د  مشرې په توګه کار کړى دى.

د سرحدونو او قبايلو چارو کانديد وزير قمرالدين شينوارى

قمرالدين شينوارى، چې په ١٣٤١ کال کې په ننګرهار کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى او په شرعياتو کې ماسټري لري. هغه د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. ده د عدليې وزرات د مرستيال او ختيځ زون شورا د مشر په توګه کار کړى دى.

د اقتصاد وزارت کانديد وزير سردار محمد رحمان اوغلي

سردارمحمدرحمان اوغلي،د رحمان باى زوى، چې په ١٣٤٣ کال کې په فارياب ولايت کې زېږېدلى، په قوم اوزبک دى او د راډيو تلوېزيون په تخنيکي علومو کې ماسټري لري. هغه د اجراييه رييس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. ده د ولسي جرګې د غړي، د ملي راډيو تلوېزيون د پلان رياست د پروژو د مدير، د بلخ پوهنتون د استاد، د افغان- ترک ښوونځيو د رياست سلاکار، د بلخ د سرحدي سوداګرۍ د رييس، په ترکيه کې د افغان کډوالو د ټولنې د مشر او په ترکيه کې د ازادي راډيو د مشر په توګه دندې تر سره کړې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو کانديد وزير  سردارمحمد رحيمي

سردارمحمد رحيمي، چې په ١٣٥٦ کال کې په اروزګان ولايت کې نړۍ ته سترګې غړولې او په قوم هزاره دى. هغه په سياسي علومو کې ماسټري او په سياسي جغرافيه کې دوکتورا لري.  هغه يادې زده کړې په ايران کې کړې دي او د اجراييه رييس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. ده ، په بېلابېلو پوهنتونونو کې د استاد او د “ملي جبهې” د وياند په توګه کار کړى دى.

د ترانسپورټ کانديد وزير فيض الله ذکي

فيض الله ذکي، چې په ١٣٣٧کال کې په جوزجان ولايت کې زېږېدلى، په قوم اوزبک دى او د ځمکې پېژندنې په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې لري. هغه د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى. ده، د ولسي جرګې د غړي، د ملي جنبش ګوند د وياند په توګه کار کړى دى.

د ښاري چارو کانديد وزير شاه زمان ميوندي

شاه زمان ميوندي، په ١٣٤٨ کال کې په کندهار کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى.

هغه د ولسمشر له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى او په اقتصاد کې ماسټري لري. د ده د کاري تجربې په اړه مو تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه کړي.

د ملي امنيت رياست کانديد مشر رحمت الله نبيل

رحمت الله نبيل په ١٣٤٨ کال کې په ميدان وردګو ولايت کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى او د کابل پوهنتون له انجنيري پوهنځي څخه فارغ شوى دى. نبيل، خپلواک کانديد دى. هغه،د ملي امنيت رياست د رييس، د ملي امنيت شورا د مرستيال . د جمهوري رياست د محافظت د رييس او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په بېلابېلو څوکيو کار کړى دى.

د افغانستان بانک کانديد مشر خليل صديق

خليل صديق، په ١٣٢٨ کال کې په لوګر ولايت کې نړۍ ته سترګې غړولي، په قوم پښتون دى او په اقتصاد کې د ليسانس په کچه زده کړې لري.  دى ، د ولسمشر له خوا معرفي شوى دى. هغه، د افغانستان د نړيوال بانک اجراييه رييس او د افغانستان بانک د اداري پلاوي د غړي په توګه کار کړى دى.