چاريکار( پژواک، ٢٥مرغومى ٩٣): په پروان ولايت کې د حضرت محمد( ص) د سيرت په اړه د ازموينې له زرو ګډونوالو څخه ٣٢ تنه د نبوي سيرت ستوري وپېژندل شول.
د پروان د علماوو شورا او پوهنې رياست په نوښت، د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ( ص ) د سيرت په اړه شاوخوا يوه مياشت مخکې د پروان په مرکز چاريکارو کې ازموينه واخيستل شوه او پايلې يې نن اعلان شوې.
٢٢ کلن محمداصف چې د چاريکارو له نعمان لېسې څخه په ١٣٩٢ کال کې فارغ شوى، د دې سياليو لومړى مقام خپل کړى دى.
٢٥ کلن محمدشعيب چې په ١٣٩١ کال کې د چاريکار ښار له تجربوي لېسې فارغ شوى او ١٨ کلن محمدزبير چې په ١٣٩٢ کال کې د همدې ښار له صادقي لېسې فارغ دى، په ترتيب سره د يادو سياليو دويم او درېيم ځايونه خپل کړي دي.
د پروان د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحيم، په هغه غونډه کې چې له همدې امله نن د چاريکارو په ستاره هوټل کې جوړه شوې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو درېيو تنو په ګډون ٣٢ تنه په دې سياليو کې د نبوي سيرت ستوري پېژندل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د سياليو له زرو تنو ګډونوالو چې د پروان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي، شاوخوا يوه مياشت مخکې په تحريري ډول د نبوي سيرت په اړه ١٥٠ پوښتنې ځواب کړې دي.
دى وايي ،د سياليو هغه ګډونوال د سيرت ستوري پېژندل شوي، چې تر ١٣٠ ډېر سوالونه يې حل کړي دي.
د هغه په وينا، دغه سيالۍ ځکه پر لاره اچول شوي، چې د حضرت محمد ص د ژوند او کړنو په اړه د ځوانانو د معلوماتو کچه لوړه شي.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال محمدشفيق صميم، هم په نننيو مراسمو کې چې شاوخوا ٦٠٠ تنو په کې برخه لرله، ځوانان په دا ډول سياليو کې ګډون ته وهڅول .
صميم، په فرانسه کې د شارلي ابدو ورځپاڼې له خوا پيغمبر ( ص ) ته د منسوب کارتون خپرول، په سختو ټکو وغندل.
د ياد سياليو د لومړي مقام ګټونکي محمد اصف ، پژواک خبري اژانس ته وويل ډېر خوښ دى چې د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد( ص ) د سيرت د سياليو لومړى مقام يې خپل کړى دى.
هغه وايي، سره له دې چې د پيغمبر( ص ) د سيرت په اړه يې مخکې هم معلومات لرل، د سياليو لپاره د تيارۍ پر مهال يې درې ځلې د سيرت کتاب لوستى او په اړه يې د معلوماتو کچه ډېره لوړه شوې ده .
ده وويل چې له همدې امله يې د ازموينې ټولو سوالونو ته سم ځوابونه ويلي دي.
شعيب چې د دې سياليو دويم ځاى يې خپل کړى، هم پر خپله بريا خوښ دى او له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چې د دې سياليو پر لاره اچولو کې يې زيار اېستلى دى.
دى وايي، هڅه کوي چې د ټولو ديني مسايلو په اړه د خپلو معلوماتو کچه لوړه کړي او په دې اړه له نورو سره هم مرسته وکړي.
د سياليو ګډونوال ، د پوهنې له رياست او د علماوو له شورا غواړي چې د عقايدو ، فقه او نورو ديني مسايلو په اړه هم ورته سيالۍ پر لاره واچوي.
د پروان د علماوو شورا مشر وايي، هڅه کوي چې د پوهنې له رياست سره په همکارۍ د عقايدو، فقه، حقوقو او ساينسي مضامينو ورته سيالۍ پر لاره واچوي.










