منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ډاکټر عبدالواکيل په نوم د دولتي مډال د جوړېدو غوښتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

ميدانښار ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د ميدان وردګو ولايت ولسونو او مسوولينو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې د نورو مډالونو د ورکړې ترڅنګ دې د  ډاکټرعبدالوکيل په نوم هم مډال جوړ کړي.

دغه غوښتنه د مرغومي په ٢٧مه، په هغه غونډه کې وشوه، چې د کرنې د پخواني وزير ډاکټر عبدالوکيل د څوارلسم تلين په مناسبت جوړه شوې وه.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د ولايت مرستيال،د بېلابېلو ادارو مسوولينو،د ډاکټرعبدالواکيل د کورنۍ غړو،د ولايتي شورا غړو، د مدني ټولنو فعالانو،ځوانانو او يو شمېر نورو خلکو ګډون کړى وو.

يادې غونډې ته د ډاکټرعبدالوکيل خان د کورنۍ غړي محمد صادق وويل چې حکومت د هېواد د بېلابېلو مشرانو په نومونو مډالونه جوړ کړي او وخت په وخت يې په مراسمو کې خلکو ته ورکوي .

خو نوموړي زياته کړه، د کرنې او په ځانګړي ډول د مڼو په برخه کې د افغانستان د دغه نوښتګر شخصيت په نوم حکومت تر دې دمه هېڅ مډال نه دی جوړ کړی او نه يې هم کوم مهم ځای د دغه ستر شخصيت په نوم نومولى دی .

ده غوښتنه وکړه،چې د ډاکټرعبدالوکيل په نوم دې هم دولتي مډال  جوړ شي او په بېلابېلو مراسمو کې دې د ښو کړنو ترسره کوونکو ته ورکړل شي .

د ولايت مرستيال ذاکرحسين سلطاني وويل دوی هڅه کوي،چې د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د کرنې انسټيټيوټ د مرحوم ډاکټرعبدالوکيل خان په نوم ونوموي .

ده زياته کړه،ډاکټر عبدالوکيل خان د ټول افغانستان لپاره خدمت ترسره کړی او لازمه ده،چې مرکزي اداره د نوموړي په نوم مهم ځايونه،چې په کې واټونه،پوهنتونونه او نور شامل دي ونوموي .

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار ډاکټرعبدالوکيل  ته د افغانستان د کرنې د پلار لقب ورکړ او زياته يې کړه، نوموړي په پوره هڅو سره لومړی په نرخ ولسوالۍ او وروسته په نورو سيمو کې د مڼو او نورو حاصلاتو ته وده ورکړه .

هغه زياته کړه،د عبدالوکيل په دغه کار سره ګڼ شمېر کروندګر،چې په اقتصادي برخه کې يې  ستونزې درلودې،اوس مهال د مڼو،زردالو او انګورو د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله د ښو شتمنو کسانو په شمېر کې حسابېږي .

نوموړي هم د عبدالوکيل په نوم ديوه عالي دولتي مډال د جوړېدو ملاتړ وکړ.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال ميرويس اميري او منشي شريف الله هوتک هم د ولسونو په استازيتوب غوښتنه وکړه،چې د نورو مشرانو ترڅنګ دې د مرحوم ډاکټرعبدالوکيل  په نوم مډال جوړ شي .

دوی ټينګار وکړ،چې د هغه په نوم دې په مرکز کابل او ميدان وردګو مهم ځايونه ونومول شي.

ډاکټرعبدالوکيل د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی و ،چې تر ليسانسه پورې زدکړې يې په هندوستان کې کړې وې ،ماسټري يې په انګلستان او  دوکتورا يې په امريکا کې اخيستې وه.

هغه لومړى ښوونکى و، بيا د ملي شورا غړى او په وروستيو کې د کرنې او مالدارۍ د وزير په توګه پاتې شوى و.