منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

تر درې کلن ځنډ وروسته د اروزګان راډيو تلويزون خپرونې بيا پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د اروزګان د ملي راډيو تلويزيون ودانۍ په جوړېدو سره د دې راډيو تلويزون خپرونې له درېيو کلو ځنډ وروسته يو ځل بيا پيل شوې.

د اروزګان د ملي راډيو تلويزون پخوانۍ ودانۍ، کابو درې کاله وړاندې هغه مهال د يو شمېر ځانمرګو بريدګرو په بريد کې له منځه لاړه او خپرونې يې ودرېدې، چې پر دغې ودانۍ يې بريد وکړ.

د دې بريد په ترڅ کې په هغه مهال کې د پژواک خبري اژانس خبريال احمد امېد خپلواک او يو ساتونکى ووژل شول او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.

د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري د يادې ودانۍ د پرانيستې پرمهال وويل، دغه ودانۍ د استراليا هېواد له خوا په ٥٥٠زره ډالره د يوه کال په موده کې جوړه شوې، چې د دوو سټېډيوګانو ترڅنګ ګڼ نور اړين ملحقات په کې شته.

ده زياته کړه، د دې ودانۍ په جوړېدو سره د اروزګان د ملي راډيو تلويزون سيمه ييزې خپرونې، چې له تېرو درېيو کلونو څخه په ټپه ولاړې وې، بيا پيل شوې.

د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رييس امان الله خپلواک وويل، دا لومړنی تلويزون دی، چی په دې ولايت کې بياځلي خپل فعاليت پيلوي.

د هغه په وينا، د راډيو او تلويزون په پروګرامونو کې به ډېره پاملرنه سولې او ملي ګټو ته کوي.

د اروزګان اوسېدونکي د ملي راډيو تلويزون د سيمه ييزو خپرونو په بيا پيلېدو خوښ دي او وايي، دوی ته پر راډيو او ورځپاڼو سربېره د تلويزيون نشرات هم اړين دي.