Language

د وچکالۍ او هوا د ککړتيا له امله ناورغۍ ډېرې شوي

ګردېز (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د پکتيا ولايت روغتيايي ادارې وايي، چې د وچکالۍ له امله  په دې ولايت کې  ناروغۍ ډېرې شوې دي.

د پکتيا د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د اورښتونو د نه کېدو له امله د تنفسي او د هاضمي سيستم  ناروغۍ ډېرې شوې دي.

نوموړی وايي ، د باران د نه کېدو له امله په هوا کې نم کمېږي، چې له دې سره  اکسيجن  هم کمېږي او له امله يې دغه ډول ناروغۍ پيداکېږي .

دی وايي  تنفسي ناروغۍ په لويانو کې زياتې پيدا کېږي او د هاضمي سيستم ناروغۍ چې ډېره برخه يې اسهالات دي په ماشومانو کې لېدل کېږي .

ډاکټر پکتين وايي: ((تېر کال د جدې په مياشت کې د تنفسي ناروغيو له امله ۲۲ کسان بستر وو خو سږکال په همدې مياشت کې ددې ناروغۍ ۴۷ کسان بستر لرو. ))

د ده په خبره، د دا ډول ناروغيو پر وړاندې پوره چمتوالی او وسايل لري خو يواځې د ځای د کمښت ستونزه ده چې د ډېرو ناروغانو لپاره بستر خونې نه لري.

هغه وويل چې ښايي يو زيات شمېر نور دغسې ناروغان  په خصوصي روغتونو نو کې تر درملنې لاندې وي.

بله خوا د ګردېز ښار د يو شمېر شخصي روغتونونو مسوولين هم  د ورته ناروغيو د  ډېرو  خبره کوي.

ډاکټر عبدالهادي حماس چې د ګردېز په ښار کې درملتون لري وايي: (( دکال په دې وروستيو مياشتو کې د بارانونو د نه اورښت  له امله هوا ډېره ککړه شوې او ناروغۍ ډېرې شوې دي.))

داچې خلک څنګه کولای شي ،چې له دا ډول ناروغيو څخه ځان وژغوري ډاکټر حماس يې په اړه وايي : (( هغه خلک ،چې دا ډول ناروغي لري او د اوسېدو ځای دې مرطوب وساتي.))

د دې ولايت يو اوسېدونکي سيدالله پژواک ته وويل چې سږکال يې درې اولادونه او مېرمن څو ځلې ناروغان شوي دي.

ده وويل چې په ماشومانو کې د سينې، او نس ناستې ناروغي پيدا کېږي او په لويانو کې د زوکام  ناورغي ډېره شوې ده.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د پکتيا ولايت  د چاپيريال ساتنې ادارې چارواکو ويلي و، چې د هوا دککړتيا له امله په دې ولايت کې ناروغۍ ډېر شوي.

Related Topics