اسعد اباد (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د کونړ د مرکزي زندان ۱۶ زندانيانو ته د قران کريم د حفظ او ۲۷ نورو بنديانو ته د قران کريم د تفسير په وياړ د فضيلت پګړۍ وتړل شوې.
د اسعداباد د زندان مدير سمونوال نور رحمن نور د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکزي زندان کې اوسمهال ۳۲۵ نارينه زندانيان د بند شپې ورځې تېروي.
هغه زياته کړه چې څو مياشتې مخکې يې په زندان کې دننه د دوى لپاره يوه ديني مدرسه جوړه کړه، استادان او ښوونکي يې هم په خپله بنديان دي.
دى وايي چې د زندان دننه په دې ديني مدرسه کې ١٠٠ بنديان په څلورو ټولګيو کې پر ديني زده کړو بوخت دي او د سهار له نهو بجو د غرمې تر ١٢ بجو پورې زده کړې کوي.
د نور په وينا، په ياده مدرسه کې يو شمېر بنديانو ته د قران کريم حفظ او تفسير زده کړې ورکول کېږي او پاتې نور يې د حرفوي زده کړو او ليک لوست زده کړې ترلاسه کوي.
د اسعداباد د زندان مدير وايي چې له يادې مدرسې څخه ١٦ زندانيانو د قران کريم حفظ او ٢٧ تنو نورو يې د قران کريم تفسير بشپړ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته د فضيليت دستارونه وتړل شول.
سمونوال نور رحمن نور وويل چې اوسمهال د کونړ په مرکزي زندان کې هېڅ ډول ستونزه نشته ، له برېښنا څخه نيولې تر کتابتون پورې ټولې اسانتياوې لري.
د هغه په وينا، د اسعداباد په مرکزي زندان کې هېڅ يو داسې زنداني نشته چې هغه دې بې سرنوشته وي.
د اسعداباد د زندان مدير د ولايت له مقام څخه غوښتنه وکړه چې د بنديانو دغې مدرسې لپاره ورته کمپيوټرونه واخلي، څو زندانيانو ته د دې زده کړې هم ورکړي.
بنديانو ته د دستارونو تړلو د مراسمو پر مهال په ختيځ کې د بشرحقونوخپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي وويل چې زندان په خپله يوه مدرسه ده، د عبرت او زده کړې ځاى دى.
هغې زياته کړه چې له تېر کال راهيسې دوى ته د کونړ د زندان په اړه هېڅ ډول شکايت نه دى شوى او نه هم بنديان له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د نوموړې په وينا، په ياد زندان کې مثبت بدلونونه راغلي او د بنديانو ټول حقوق خوندي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله خان د يادو مراسمو پر مهال له ټولو زندانيانو وغوښتل چې له يادې مدرسې او له دې اسانتيا څخه دې سمه ګټه پورته کړي.
هغه د زندان د کتابتون لپاره له خپل اړخه د ٤٠٨ جلده بېلابېل ډول کتابونو مرسته هم وکړه.
د هېواد په نامه د ياد زندان يو تن بندي پژواک اژانس ته وويل چې دوى په دې زندان کې هېڅ ډول ستونزه نه لري او ډېرې اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.
نوموړي له حکومت څخه مننه وکړه، چې دوى ته يې په زندان کې دننه د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
د پاخه عمر يوه بل زنداني احمد شاه چې په يوولسو مياشتو کې يې د قران کريم حفظ کړى، پژواک اژانس ته وويل: ((زندان زما لپاره د ژوند يوه مهمه مدرسه ده په دې ډېر خوښ يم چې په پاخه عمر کې مې د قران کريم حفظ وکړ.))










