منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په زابل کې د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دى

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کلات (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د زابل مسوولين او اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې پر نشو د روږدو کسانو شمېر په دې وروستيو کې ډېر شوى دى.

بلخوا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي هم تاييدوي چې د روږدو کسانو شمېر زيات شوى، خو زياتوي چې د درملنې لپاره يې هېڅ يو روغتيايي مرکز نه لري.

د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد توخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ستونزه يې له وزارت سره هم شريکه کړې خو تر اوسه پورې يې په اړه ګام نه دى پورته شوى.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په اړه کره شمېره نه لري، خو ويلى شي، زرګونه کسان چې ډېرى ځوانان دي، پر نشه يي توکو روږدي شوي او دا شمېر ورځ تر بلې زياتېږي.

د عامې روغتيا رييس وايي چې تېر کال يې هم له مرکزي دولت څخه د ۲۰ بستريز روغتون د جوړېدو غوښتنه کړې وه او سږ کال يې بيا کړې، خو تر اوسه يې دا غوښتنه نه ده منظوره شوې.

د نوموړي په وينا، په زابل کې د نشه يانو د درملنې لپاره د روغتيايي مرکز جوړول اړين دي او که  د عامې روغتيا وزارت ورته بوديجه ورنه کړي نو په سيمه کې به ستونزې زياتې شي.

د زابل يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر کسان د نشه يي توکو پر استعمال اخته دي چې له امله يې ټولنيز نظم هم زيانمن شوى دى.

د زابل د رسنيو د مرکز مشر احمدولي سرحدي پژواک اژانس ته وويل چې روږدي کسان د پيسو د پيدا کولو لپاره د خلکو له کورونو غلا کوي يا هم د موټروبيټرۍ پټوي.

د هغه په وينا، حکومت په ډېرو ولايتونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره روغتونونه جوړ کړي خو په زابل کې نشته چې بايد جوړ شي.

د کلات ښار د شيخ مټي لېسې يو ښوونکى عصمت الله وايي چې ډېرى ځوانانو د بې روزګارۍ او بې تعليمۍ له امله نشه يي توکو مخه کړې او هره ورځ يې شمېر زياتېږي.

نوموړي زياته کړه، که دولت د نشه يي توکو د استعمال په مخنيوي کې مرسته ونه کړي، نو دا چاره به د زابل د اوسېدونکو لپاره پر لويه ستونزه بدله شي.

د نورمحمد په نوم يو ٢٧ کلن ځوان چې په دې وروستيو کې پر نشه يي توکو روږدى شوى، وايي چې نورو ملګرو يې دغه کار کاوه او دى يې هم پر نشه يي توکو روږدى کړ.

هغه زياته کړه: ((تر شپږم ټولګي مې زده کړې کړې، کله نا کله مې مزدوري کوله، خو هره ورځ به کار نه پيدا کېده، يو شمېر ملګري مې پر نشه يي توکو روږدي وو، کله چې به د هغوى څنګ ته ورغلم، هغوى به ما ته هم د چرسو ډک سګرټ راکاوه او همدا ډول زه هم روږدى شوم.))

د زابل د عامې روغتيا مسوولين او عام وګړي په داسې حال کې پر دې اړه اندېښنه ښيي چې د دغه ولايت پوليسو په روان کال کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې په روان لمريز کال کې يې سلګونه کيلوګرامه ياد توکي له ګڼ شمېر کسانو سره نيولي دي.

د هغه په وينا، تورن کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

بلخوا ديني عالمان هم د نشه يي توکو استعمال يو ناروا عمل بولي او زياتوي چې بايد ولس او حکومت يې په ګډه مخنيوی وکړي.

يوه ديني عالم او د کلات ښار د ميرويس مېنې د جومات ملا امام مولوي عبدالولي پژواک اژانس ته وويل چې په اسلام کې په ښکاره د نشه يې توکو استعمال حرام بلل شوى دى.

خو هغه زياتوي چې په دغه ولايت کې د قانون په سمه توګه د نه تطبيق له امله اوس د نشه يي توکو استعمال عام شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد يواځې د ترياکو او چرسو پر وړاندې مبارزه ونه کړي، بلکې شراب چې استعمال يې کبيره ګناه ده، هم منع کړي

د هغه په وينا، د بې روزګارۍ او ناپوهۍ له امله ځوانان د نشه يي توکو استعمال ته مخه کوي او يواځې دولت کولی شي چې ياده ستونزه هواره کړي.

مولوي عبدالولي وويل چې دوی هم وخت ناوخته په جوماتونو کې د نشه يي توکو پر نه کارونې او د هغو د زيانونو په اړه تبليغ کوي خو وايي چې په دوامداره او منظمه توګه دغه کار نه ترسره کوي.

د کلات ښار يو قومي مشر حاجي عبدالخالق وايي چې چرسيانو يې د کلي د جومات د لوډسپېکر بيټرۍ غلا کړې ده.

هغه زياتوي چې د دغه ولايت ډېرى ځوانان له زده کړو وروسته هم بېکاره ګرځي يا بهرنيو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره او که دا چانس ترلاسه نه کړي، نو بيا دلته پر نشه يي توکو روږدي شي.

عبدالخالق وايي چې دولت دې دغو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او بيا دې د نشه يي توکو د کر، قاچاق او کاروبار مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې د نشه يانو شمېر زياتېږي او ورسره عام ولس سخت په تکليف کې شوى دى.

د دغه ولايت د شاجوی ولسوالۍ د غلام رباط سيمې يوه اوسېدونکي لعل محمد پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز تر څنګ په ولسوالۍ کې يې هم د نشه يانو شمېر زيات شوى دى.

د هغه په وينا، د دوى د سيمو يو شمېر ځوانان ايران ته په مزدورۍ پسې تللي وو او کله چې بېرته خپلو کورونو ته راغلل نو په چرسو اخته شوي وو.

لعل محمد زياتوي چې له ايران څخه راغلو ځوانانو په سيمه کې زيات شمېر نور کسان هم په چرسو اخته کړل او ځينې يې اوس د هيروينو تر استعماله رسېدلي دي.

د ده په خبره، د سيمه ييزو پوليسو اکثره سرتېري هم چرس څکوي او په سيمه کې يې د مخنيوي لپاره هېڅوک هم څه نه کوي او نه هم څه وايي.

د زابل د ولايتي شورا غړي هم پر نشه يي توکو د ځوانانو د روږدېدنې ستونزه مني او وايي چې نه يواځې په زابل کې، بلکې په ټول هېواد کې د نشه يانو شمېر مخ پر زياتېدو دى.

د زابل د ولايتي شورا مرستيالې فوزيې يونسي کاکړ پژواک ته وويل، داسې معلومات لري چې د ځوانانو تر څنګ د دغه ولايت يو شمېر مېرمنې هم پر نشه يي توکو روږدې شوې دي.

د هغې په وينا، معتادينو په بېلابېلو سيمو کې غلاوو ته لاس اچولی او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي .

کاکړ وايي چې دولت، قومي مشران او عالمان ټول مسووليت لري چې د دې ستونزې پر وړاندې مبارزه وکړي او په نشه يي توکو د روږدو کسانو ته د درملنې امکانات برابر کړي.

د زابل د مرکز کلات ښار يو ځوان حميدالله وايي، ډېرى ځوانان له پوهنتون او ښوونځي څخه تر فراغت وروسته هم بې روزګاره وي او کار ورته نه پيدا کېږي.

هغه زياتوي، که چېرې حکومت ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، نو د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورسره کمېدلى شي.

د يادونې ده، افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر توليدوونکى هېواد دى، د دولتي چارواکو د معلوماتو له مخې په هېواد کې تر يو ميليون زيات کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.