منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۰ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د فېسبوک ناسمه کارونه او ترې پيدا شوې ستونزې

· ۹ دقیقې لوستل · ۲۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): فېسبوک يوه اغېزناکه ټولنيزه شبکه ده، خو د ځينو کاروونکو له خوا يې ناسمه کارونه، د بېلابېلو ستونزو لکه تېرايستنې، د خلکو د ځورونې او نورو ستونزو لامل شوې ده.

د فېسبوک کارونه په نورو ټولنيزو شبکو لکه ټويټر، فليکر، لينکدين او نورو کې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د عامو وګړو تر منځ عامه ده.

له همدې امله پژواک خبري اژانس له فېسبوک څخه د ګټې اخيستنې په اړه په کابل ښار کې له سلو کسانو سره مرکې کړې دي.

ډېرى پوښتل شوو فېسبوک د اړيکو، معلوماتو ترلاسه کولو او د خلکو د پوهاوي کچې لوړېدو لپاره ښه وسيله بللې ده، خو يو شمېر نورو ويلي چې ځيني کسان له فېسبوک څخه سمه ګټه نه اخلي.

د پژواک موندنې څرګندوي چې له فېسبوک څخه ناوړه ګټه اخيستنه د ځينو کورنيو لپاره د ستونزو پيدا کېدو، د فېسبوک جعلي حسابونو له لارې د خلکو د ځورونې او تېروتنې، قومي او ډله ييزو تعصبونو ته د لمن وهلو او پر فېسبوک د ځينو ځوانانو د بې کچې روږدېدنې لامل شوى دى.

فېسبوک ګټوره او اغېزناکه وسيله

په کابل ښار کې د فېسبوک اتيا کاروونکو دغه ټولنيزه شبکه ستايلې او ويلي يې دي چې له هغې څخه ګټه اخلي.

د سيداحمد په نوم يوه پوښتل شوي وويل چې فېسبوک د يوې ټولنيزې شبکې په توګه په نړۍ کې ميليونونه کاروونکي لري، د خلکو تر منځ يې د معلوماتو د تبادلې، همدارنګه د ليد لورو، فرهنګونو، دين او نورو ټولنيزو او ملي ارزښتونو په پېژندنه کې يې مهم رول لوبولى دى.

هغه زياته کړه: ((زه د دې تر څنګ چې د فېسبوک له لارې له خپلو دوستانو سره مخامخ اړيکه لرم، کولى شم چې له کومې وېرې، محدوديت او سانسور پرته خپل معلومات او ليدلوري په خپلواک ډول له نورو سره شريک کړم.))

هغه وړاندې زياته کړه: ((فېسبوک مرسته کوي چې له نړيوالو او ملي پېښو څخه پر وخت خبر شو؛ ځکه چې په افغانستان کې اکثره رسنۍ او نړيوالې باوري رسنۍ خپلې فېسبوک پاڼې لري او تل په کې تازه معلومات خپروي.))

همدارنګه د يوې غير دولتي موسسې کارکوونکي عبدالسلام جواد وويل چې د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې له خپلو ملګرو سره اسلامي معلومات شريکوي او له دې لارې خپل دين ته خدمت کوي.

د ده په باور، له دې ټولنيزې شبکې که څوک وغواړي مثبته ګټه پورته کولى شي.

په ورته وخت کې د ځينو کسانو لپاره د فېسبوک کارونه له ستونزو سره تړلې ده.

جعلي فېسبوک پاڼې

درېيو پوښتل شوو کسانو د دې ترڅنګ چې فېسبوک يې يوه غوره ټولنيزه شبکه بللې، وايي چې ځيني کاروونکي يې د جعلي اکونټونو په جوړولو سره د خلکو د ځورونې لامل کېږي.

د کليد راډيو خبريالې کرشمه فخري وويل: ((څه وخت وړاندې يوه کس د خپل نږدې دوست عکسونه پيدا کړي او پر نوم يې يوه فېسبوک پاڼه جوړه کړې وه، له دې لارې يې زموږ ټولو همکارانو ته په فېسبوک کې د ملګرتيا بلنه (friend request) را استوله. معلومه نه وه چې څوک دي، خو کولى شم ووايم چې دا د فېسبوک ناوړه کارونه ده چې د شخصي عقدو له امله هڅه کېږي د کسانو د نوم او عکس په کارولو هغوى بدنام کړي، دا چاره اکثره د مېرمنو او نجونو پر وړاندې ترسره کېږي.))

د اشنا راډيو خبريال ممتاز بهير وويل چې ټولنيزې شبکې په ځانګړي ډول فېسبوک بايد د اړيکو د پراختيا او معلوماتو د شريکولو لپاره وکارول شي، خو ځيني کاروونکي ورڅخه ناسم کار اخلي.

بهير زيات کړه: ((يوه ورځ مې يوه دوست راته وويل چې فېسبوک کې مې څوک ځوروي، زما په نوم يې جعلي پاڼه جوړه کړې، عکسونه مې خپروي. پېچاره زيات ځورېده.))

ليکوال او ژورنالېست او د ولسي جرګې سلاکار ضيا بوميا وويل: ((کولى شو چې ټولنيزې رسنۍ د رسنيو راز يا د راز رسنۍ هم وبولو، پر ټول ژوند اغېز لري چې دغه اغېز د کاروونکو له سليقې سره تړلى. دا رسنۍ د عرب پسرلي په نامه اوښتون هم راوستلى شي، همداسې سوداګرۍ کې رول لري، کېدى شي يو درسي ټولګى شي، همداسې د عمومي او خصوصي معلوماتو شريکولو په برخه کې. خو که بيا هم د مثبت اړخ تر څنګ د کاروونکو له خوا مثبت مديريت ونه شي، ټولنيزې ستونزې يې هم کمې نه دي؛ ځکه دا ډول رسنۍ لومړۍ پر اخلاقي کوډونو بريد کوي.))

هغه زياته کړه: ((په اوسنيو شرايطو کې زه خپله د ځينو کسانو له خوا د فېسبوک د ناوړې کارونې شاهد يم چې د ځينو نورو کاروونکو د ځورونې سبب شوي دي. د بېلګې په توګه په ازاده فضا کې دروغجنو اى ډي ګانو د کارونې، ځينو ناسمو تصويرونو لګولو او غير اخلاقي مطالبو خپرولو په سبب نور فېسبوکيان ځورېدلي دي.))

تېر ايستل

دوو پوښتل شوو کسانو ويلي چې ځيني کسان د فېسبوک له لارې تېر ايستل شوي او له ستونزو سره مخ شوي دي.

ازاد ژورنالېست او ليکوال مهدي ثاقب وويل هر څومره چې ټولنيزې رسنۍ په ځانګړي ډول فېسبوک د عامه پوهاوي کچې د لوړېدو لپاره وکارول شي، خو بيا هم خپل ځيني ځوان او بې تجربې کاروونکي بې لارۍ ته کاږي او تېرباسي يې.

د ده په خبره، داسې يوه نجلۍ پېژني چې د فېسبوک له لارې يې له يوه هلک سره پېژندلي وو. هغه وويل چې دغه نجلۍ او هلک د څه وخت له لپاره له دې لارې له يو بل سره اړيکه درلوده، خو وروسته خبره ليدنو کتنو ته را ووته او بالاخره يې نجلۍ ته د واده ژمنه ورکړې وه.

هغه زياته کړه: ((دغه هلک خپله ملګرې تېر ايسته، څه وخت يې ترې کار واخيست او بيا يې پرېښوده.))

منيژې بشردوست هم وويل چې فېسبوک او نورې ټولنيزې شبکې د بلې هرې ښکارندې په څېر منفي او مثبت خواوې لري. د دې په خبره، هغه کسان چې عالي فرهنګ لري، ټولنيزې شبکې د يوې ښې وسيلې په توګه د افهام او تفهيم لپاره کاروي او کولى شي چې له لارې يې له نړۍ، نوو ښکارندو، نوو کشفونو او زړه راښکونکو پېښو څخه خبر شي او له خپلو مسافرو دوستانو څخه احوال ولري.

خو هغې زياته کړه چې له دې وسيلې ناوړه ګټه اخيستنه د ستونزو لامل هم ګرځي.

منيژې وويل: ((زه دې يوې کيسې شاهده يم، د فېسبوک له لارې دوه هلکان له يوې نجلۍ سره اشنا شوي وو، دواړو له دې نجلۍ سره مينه درلوده، خو کله چې دواړه هلکان له يوې نجلۍ سره له خپلې اړيکې خبر شول؛ خبره تر فزيکي شخړې ورسېده او حتا خبره يې تر زندانه ورسېده.))

هغې په دې اړه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې نجلۍ دواړو هلکانو ته د واده ژمنه ورکړې وه.

پر فېسبوک روږدېدنه

پنځو پوښتل شوو ويلي چې په فېسبوک روږدي شوي او دې ستونزې يې پر ژوند منفي اغېز کړى دى.

يوه ٢٣ کلن ځوان او پوښتل شوي چې په راپور کې يې له نوم اخيستو ډډه کوله، وويل: ((پر فېسبوک دومره روږدى شوى يم چې د شپې د خوب په ځاى کې هم په خپل ټيلېفون کې فېسبوک کاروم، په بهر او دننه کې له خپلو ملګرو سره چټ کوم.))

هغه زياته کړه چې د فېسبوک زياتې کارونې له امله ورته سردردي پيدا شوې، خو اوس پرې روږدى شوى او نه يې شي پرېښودى.

دغه ځوان چې له دوولسم ټولګي فارغ شوى او کانکور ته چمتووالى نيسي، د فېسبوک له امله يې د خپل درس د مخنيوي په اړه وويل: ((زه پر فېسبوک روږدى يم، خو هڅه کوم چې د درس ويلو لپاره هم وخت ځانګړى کړم.))

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ارواپوهني پوهنځي استاد ډاکتر ناصر حبيبي وويل څېړنې څرګندوي چې د فېسبوک ډېره زياته کارونه چې د کاروونکو د بې خوبۍ لامل شي، د ذهن د وروسته پاتې کېدو لامل کېدلى شي.

هغه زياته کړه: ((هر وخت چې زيات وکارول شي، کاروونکى يې روږدى بلل کېږي، ځکه چې دا هم په يوه بڼه روږدېدنه ده او خپل ځان ورباندې بوختوي.))

کورنۍ ستونزې

پنځو پوښتل شوو کسانو ويلي چې د فېسبوک ناوړه کارونې ورته کورنۍ ستونزې پيدا کړې دي.

٢٨ کلنې فرشتې وويل: ((فېسبوک زموږ په ژوند کې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي، زما او خاوند تر منځ د بدبينۍ لامل کېږي.))

دې مېرمنې په دې اړه څه ونه ويل چې خاوند يې فېسبوک څه ډول کاروي، خو زياته يې کړه: ((له خاوند مې په بيا بيا غوښتنه کړې چې فېسبوک دې نه کاروي، خو زما خبرو ته غوږ نه نيسي، د شپې تر ناوخته په کې بوخت وي او دا کار يې زما د ناراحتۍ لامل کېږي.))

يوې بلې مېرمنې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل چې د دې خاوند هم له فېسبوک نه له اندازې زيات کار اخلي او اکثره وخت له دې لارې له نجونو سره اړيکې نيسي.

هغې زياته کړه: ((دغه کار يې ما ته نا ارامي راکوي، زموږ ستونزه تر دې رسېدلې چې يوه ورځ مې د خپل خاوند ګرځنده ټيلېفون مات مات کړ.))

د قومي او ډله ييزو تعصبونو پالنه

د پوښتل شوو له ډلې پنځو کسانو د معلوماتو د ترلاسه کولو، شريکولو او نظرونو د تبادلې لپاره ښه وسيله بللې ده، خو ويلي يې دي چې ځيني کسان يې له لارې قومي او ډله ييز تعصبونه پالي.

د يوې غير دولتي موسسې کارکوونکې زينب وويل چې مغرض کسان د فېسبوک له لارې قومي تعصبونو ته لمن وهي او ملي يووالي ته زيان رسوي.

هغه زياته کړه: ((ممکن د روان کال په ټاکنو کې د دې ډول کړنو شاهدان وى، په نوماندانو او ځانګړو ډلو پورې تړلو اشخاصو او افرادو په خپلو فېسبوک پاڼو کې يو بل ته سپکاوى کاوه، ناسم معلوماتو او تصويرونه يې خپرول او د خلکو ترمنځ يې يو ډول تفرقه رامنځته کړې وه، تر دې چې د يو زيات شمېر خلکو تر منځ ژبنى تعصب رامنځته شوى و.))

د يوې غير دولتي موسسې کارکوونکي فرشاد هم وويل: ((ژوندۍ بېلګه يې چې د ډېرو لپاره سر درد شو، د ولسمشرۍ د ټاکنو موضوع وه چې زموږ ګڼو ملګرو له يوه نوماند څخه د ملاتړ لپاره د بل نوماند پلويانو ته ښکنځلې کولې، خپل ځان مو بريالى او له بل قوم نه وچت ګاڼه، په پايله کې يې د دوستانو تر منځ واټن رامنځته شوى و.))

د ناوړه کارولو مخنيوى

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) اجرايي مشر مجيب خلوتګر وويل چې فېسبوک يوه ټولنيزه شبکه ده او د ناوړه کارونې د مخنيوي لپاره يې بايد “فرهنګ جوړونه” وشي.

خو هغه زياته کړه چې له ټولنيزو شبکو د غوره کارونې د فرهنګ رامنځته کول زيات وخت ته اړتيا لري، ځکه چې فرهنګ په خپله د تجربې او کار له مخې جوړېږي.

د خلوتګر په خبره، حکومت او نور اړوند بنسټونه يواځې کولى شي چې د دې شبکې لپاره د روزنې او نورو برخو اسانتياوې رامنځته کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشرې نجيبې مرام پژواک خبري اژانس ته وويل چې فېسبوک د نړۍ په کچه يو علمي او تخنيکي پرمختګ او د خلکو تر منځ له پېښو د خبرېدو ښه وسيله ده.

دې وويل چې فېسبوک او نورو ټولنيزو شبکو ته بايد له مثبت ليد لوري وکتل شي او هيله يې څرګنده کړه چې ناوړه کارول يې د دغو شبکو د کارونې له فرهنګ څخه خلاف کار دى.

د هغې په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې له ټولنيزو شبکو څخه د ناوړې استفادې د مخنيوي لپاره ځيني اقدامات ولري، خو هغې په دې اړه جزئيات ورنه کړل.