کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٣): د کابل د علماوو او د جوماتونو د خطيباوو او د جمعيت اصلاح د غړو په ګډون زرګونو ښاريانو د حضرت محمد(ص) د کاريکاتور د خپراوي په اعتراض لاريون وکړ او د دغه کار د عاملانو د محاکمې او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنيوي غوښتونکي شول.
وروسته له هغه چې تېره مياشت فرانسوي مجلې شالي ابدو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم کاريکاتور خپور کړ، دوو وسله والو د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د دې مجلې پر دفتر بريد وکړ، د مجلې د څو کارکوونکو په ګډون يې ١٢ کسان ووژل او يو شمېر نور ژوبل شول.
دغه دوه بريدګر، چې د پاريس څنډې ته په يوه کور کې له خپلو پنځو برمته کړو سره پټ شوي وو، د پوليسو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې له خپلو څلورو تښتولو کسانو سره ووژل شول.
د فرانسوي مجلې دغه کار د دې لامل شوى، چې د افغانستان د خلکو په ګډون د مسلمانانو غبرګون را وپاروي.
نن زرګونو کسانو د جمعې تر لمانځه وروسته د کابل ښار د زرنګار پارک ته څېرمه لاريون وکړ او د (محمد زموږ رهبر، مرګ د اسلام پر دښمنانو، مرګ پر فرانسې، زنده باد اسلام) شعارونه يې ورکول.
د کابل ښار د حاجي عبدالرحمن جومات خطيب مولوي عبدالسلام عابد په دې غونډه کې، په فرانسه کې ترسره شوى کار له مسلمانانو د جنګ اعلان وباله.
دى وايي: “موږ په ټول توان سره د اسلام له مقدساتو او د اسلام له پيغمبر څخه دفاع کوو او نه پرېږدو، چې د اسلام دښمنان په دې بريالي شي، چې زموږ ديني مقدساتو ته توهين وکړي.”
هغه زياته کړه، د اسلام پيغمبر زموږ له خاورې او هېواد څخه مهم دى او حکومت بايد د دغسې کارونو مخنيوى وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د اسلام دښمنان زموږ پر دين او اسلامي مقدساتو تجاوز ونه کړي.
يوه بل ديني عالم شمس الرحمن فروتن وويل، د اسلام پيغمبر ته په سپکاوي سره، د اسلام د دښمنانو ماتې پيل شوه.
ده زياته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ هېوادونه دې دغه موضوع وڅېړي او نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې د اسلام مقدساتو ته سپکاوى وکړي.
دغه راز ديني عالم عبدالسلام جواد بيا وويل، د اسلام دين د ودې او پرمختګ په حال کې دى او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د اسلام دين مني، له همدې پلوه، دښمنان د اسلام د دين د مقدساتو توهين کوي.
نوموړي د فرانسوۍ مجلې د مسوولينو کار وغانده او ويې ويل، چې د افغانستان حکومت بايد د فرانسويانو له کارونو پلوي ونه کړي؛ د اسلام د دين له مقدساتو او د اسلام له پيغمبره ملاتړ وکړي.
معترضينو د فرانسې له دولته وغوښتل، چې نور پرېنږدي چې وګړي يې د اسلام مقدساتو ته سپکاوى وکړي او که داسې وشي، ناوړه پايله به ولري.
هغوى يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې راغلي، په نړۍ کې هېڅ شخص د بيان د ازادۍ په نوم د اسلام د پيغمبر پر شخصيت د تجاوز حق نه لري.
په پرېکړه ليک کې راغلي: “موږ د افغانستان له حکومته غوښتنه کوو، چې په دې اړه يواځې په لفظي غندنې بسنه ونه کړي؛ بايد په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي او سفير يې وشړي او په دې برخه کې د افغانستان د مسلمان ولس کرکه د نړۍ خلکو او هېوادونو ته ورسوي.”
هغوى دغه راز له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د اسلام مقدساتو ته له سپکاوي څخه مخنيوى وکړي.
دغه راز د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم لسګونو ځوانانو دیني عالمانو او قومي مشرانو د فرانسې هیواد په ضد په لاریون وکړ او له افغان دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې دنوموړي هیواد سره اړیکي پریکړي.
دغه لاریون چې دافغان ملت ګوند او عامو خلکو لخوا په لاره اچول شوی و. لسګونو کسانو پکې ګډون کړي و ، دوی وویل فرانسي هیواد دتش په نوم دبیان ازادۍ ملاټر کوي، چې دیني او کلتوري مقدساتو ته سپکاوی پکې کیږي دمسلمانانو لپاره دزغملو نه ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم يو شمېر کسانو د حضرت محمد(ص) د کاريکاتور د خپرولو په اعتراض په کابل کې د فرانسې سفارت مخې ته لاريون وکړ او د دغه کار د عاملانو د محاکمې او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنيوي غوښتونکي شول.
يادې شوې مجلې (شالي ابدو) څو کاله وړاندې هم، د اسلام د ستر پيغمر حضرت محمد (ص) يو کاريکاتور خپور کړى و، چې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو.










