کابل(پژواک، ٥ سلواغه٩٣): د لومړي ځل لپاره د خلکو او پوليسو تر منځ د باور رامنځته کولو او ددې ځواکونو د فعاليتونو د انعکاس لپاره د پوليس په نامه اف ايم راډيو په ٩٦،٥ څپه خپرونې پيل کړې.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي د کورنيو چارو په چوکاټ کې ددې راډيو د پرانېستې په اړه خبري غونډې ته په خبرو کې دا يو مثبت او رزښتمن ګام وباله چې په وينا يې کولى شي د پوليسو او خلکو تر منځ نږدې اړيکې رامنځته کړي.
هغه وويل چې ملي پوليس شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او خلک به ددې راډيو له لارې د هغوى له فعاليتونو څخه خبرېږي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست پر پوليسو د خلکو باور حياتي وباله او ويې ويل چې خلک کولى شي چې ددې راډيو له لارې د وزارت له مشرتابه سره مخامخ اړيکه ونيسي او خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي.
سالنګي زياته کړه چې د “پوليس اف ام ٩٦،٥” راډيو څخه يې بله موخه د امنيتي ځواکونو او پوليسو پر ضد د افغانستان د “خلکو د دښمانو” د زهرجنو تبليغاتو مخنيوى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د “پوليس اف ام ٩٦،٥” راډيو د جوړېدو بنسټيزه موخه له خلکو سره د پوليسو نږدې والى وباله.
هغه زياته کړه چې ددې راډيو له لارې به پوليس د خلکو له ستونزو خبرېږي او د پوليس ځواکونو د فعاليتونو د ښه والي په برخه کې به د خلکو نظريات د کورنيو چارو وزارت له مشرتابه سره شريکوي.
هغه زياته کړه چې دغه راډيو د کورنيو چارو وزارت په نوښت او مالي امکاناتو جوړه شوې او اوسمهال د سهار له اوه نيمو د مازديګر تر څلور بجو په دري او پښتو ژبو خپرونې لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياده راډيو د کابل زياته برخه او شاوخوا سيمې تر پوښښ لاندې راولي او ډېرې خپرونې به يې روزنيزې او خبري بڼه ولري.
هغه ددې راډيو لګښت درې ميليون افغانۍ وباله او ويې ويل چې د برياليتوب په صورت کې به د راډيو خپرنيز پوښښ د هېواد کچې ته لوړ کړي.










