کلات (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو د فرانسې پر ضد د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه هېواد د يوې مجلې له خوا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د کارتون خپرول وغندل.
دغه لاريون د سلواغې په ٥مه تر غرمې مخکې د دغه ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې تر سره شو او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل – کندهار لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
د لاريون کوونکو يوه مشر معلم موسى جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه لاريون کې د شاه جوى ولسوالۍ د بازار او ټولو کليو شاوخوا دوه زره اوسېدونکو برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړه چې لاريون کوونکو د فرانسې او د چارلي هبدو مجلې د مسوولينو پر ضد شعارونه ورکول.
معلم موسى وويل چې د لاريون په وروستيو کې ګډونوالو د فرانسې هېواد بيرغ وسوځاوه او د افغانستان له حکومته يې وغوښتل چې له فرانسې سره خپلې اړيکې پرې کړي.
د نوموړي په وينا، لاريون کوونکو وروسته د کابل– کندهار لاره پرانيسته او د ولسوالۍ په بازار کې يې لاريون پاى ته ورساوه.
د شاه جوى ولسوال عبدالخالق د لاريون د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې په دې کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه او په سوله ييزه توګه پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه چې پوليسو د دغه لاريون امنيت ټينګ کړى و.
د يادونې ده، د چارلي هبدو په نامه يوې فرانسوۍ مجلې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص ) کارتون خپور کړى چې د اسلامي نړۍ له کلک غبرګون سره مخ شوى دى.
له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د فرانسې هېواد او يادې مجلې پر ضد په پراخه کچه لاريونونه شوي دي.
ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس هم ياده کړنه غندلې ده.










