منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د چک ولسوالۍ د سړک پخولو چارې پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

ميدان ښار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د ميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې د پاکو اوبو ۶۳ څاه ګانې تر کېندلو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغاونې رييس انجنير جان محمد حکمتجو د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغو څاه ګانو پنځه د مرکزي بهسودو، اووه په جلرېز ولسوالۍ او ٥١ نورې په مرکز ميدان ښار کې کيندل شوې دي.

ده زياته کړه چې د دغو څاه ګانو په کيندلو او جوړولو کې ورسره د سويډن کمېټې له لوري څلور ميليونه او يونيسف ادارې له خوا ورسره نږدې يو ميليون افغانۍ مرسته شوې وه.

هغه وايي چې د دغو څاه ګانو د کيندلو او جوړولو چارې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې، چې اوس مهال ورڅخه نږدې دوه زره کورنۍ ګټه اخلي.

د ميدانښار اړوند د ملاخېلو سيمې يوه اوسېدونکي کفايت الله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه وه چې د څاګانو په کيندلو سره دا ستونزه هواره شوه.

د يو بل خبر له مخې، ټاکل شوې راتلونکې مياشت د ۱۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ميدان وردګو اړوند د چک ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک چارې پيل شي.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس محمديونس نجفي زاده دغه څرګندونې د سلواغې په ٦مه د سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي په مشرۍ د ولايت په اداري غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د فوايد عامې وزارت ته د ماليې وزارت له لوري د ياد سړک د جوړولو په موخه ۱۴۰ ميليونه افغانۍ لېږدول شوې دي.

د نوموړي په وينا، دغه سړک چې د کابل ـ غزني له لويې لارې چک ولسوالۍ ته غځېدلی، ١٧ کيلومتره اوږدوالى لري او چارې به يې د راتلونکې کب مياشتې په ١٥مه پيل شي.

نجفي زاده وويل، د دغه سړک په اوږدو کې چې پولګوټي او استنادي دېوالونه هم راځي، چارې به يې د يوه کال په اوږدو کې بشپړې شي.

د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي وويل چې د دغه سړک په جوړېدو سره د چک د اوسېدونکو پخوانۍ غوښتنه ومنل شوه.

هغه زياته کړه چې د ياد سړک د بوديجې په ترلاسه کولو کې ورسره د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو ډېرې هلې ځلې کړې دي.