منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

زابل کې زرګونو کسانو دفرانسې پر ضد لاريون وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کلات ( پژواک، ٧ سلواغه ٩٣ ) : د زابل ولايت د مرکز کلات ښار زرګونو اوسېدونکو د فرانسوۍ مجلې او دغه هېواد پر ضد لاريون وکړ.

دغه لاريون چې د سلواغې په ٧مه، د کلات په جامع جومات کې د کلات د مدني فعالينو په نوښت او هڅو جوړه شوې وه پکې زرګونو کسانو برخه درلوده او د فرانسي پر ضد يې شعارونه ورکول.

د مولوي محمد يعقوب په نامه يو تن ديني عالم لاريون کوونکو ته پخپله وينا کې وويل چې د فرانسوي مجلې پر ضد د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لاريونونه شوي چې دا د نړۍ د مسلمانانو يووالي او اتفاق ښيي.

هغه زياته کړه چې اسلام ضد کسان په تبيلغاتو سره نشي کولى چې د حضرت محمد ص شان ته سپکاوی وکړی خو دا ډول کارونه به يواځې  دوى ته زيان ورسوي.

د نوموړي په وينا، اسلامي نړۍ بايد سره اتحاد شي او له خپلو مقدساتو څخه ګډه دفاع وکړي.

لاريون کوونکو په ياد جومات کې تر احتجاجي غونډې وروسته د کابل – کندهار لويې لارې ته راووتل او دغه لويه لاره يې د څو شېبو لپاره د ترافيکو پر مخ وتړله او د فرانسې پر ضد يې شعارونه ورکړل .

د لاريون ګډونوالو د فرانسې بيرغ هم وسوځاوه.

د لاريون په وروستيو کې د مدني ټولنې غړي نوراغا نوري يو پرېکړه ليک ولوست چې پکې د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي و چې په هېواد کې د فرانسي سفارت وتړي.

په پرېکړه ليک همدارنګه ويل شوي ، چې اسلامي نړۍ بايد سوله ييزو لاريونونو ته دوام ورکړي او هم د فرانسوي توليداتو له کارولو څخه ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په زابل کې د فرانسې پر ضد دوه ځلې لاريونونه شوي دي.