Language

د سوېل ختيځو ولايتونو په ماشومانو کې سينه بغل ناروغي ډېره شوې

خوست (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): د سوېل ختيځو ولايتونو د عامې روغتيا چارواکي وايي چې سږ کال په ماشومانو کې د سينه بغل ناروغي زياته شوې او له امله يې ګڼ ماشومان مړه شوي.

د لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو روغتيايي مسوولينو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې يوازې د دولتي روغتونو د شمېرو له مخې په ماشومانو کې ياده ناروغي په منځنۍ کچه ۵۰ سلنه زياته شوې ده.

د پکتيا د ملکي روغتون رييس ډاکتر حياګل پکتين وايي چې په سږني ژمي کې يوازې دغه روغتون ته تر ۱۵ سوه ډېر د سينه بغل پر ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي دي.

پکتين پژواک اژانس ته وويل چې د تېر کال په ټول ژمي کې په سينه بغل د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا ۹ سوه و چې د پرتلنې له مخې اوسنی شمېر ۴۰ سلنه زياتوالی ښيي.

نوموړي په دې اړه وويل: ((تېر کال په ټول ژمي کې څه باندې نهه سوه په سينه بغل اخته ناروغ ماشومان روغتون ور وړل شوي وو، خو سږ کال تر ننه پورې ۱۵ سوه ماشومان موږ ثبت کړي دي.))

د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکتر عبدالمجيد منګل وايي چې په دغه ولايت کې د ماشومانو د سينه بغل په ناروغۍ کې تر ۴۰ سلنه پورې زياتوالی راغلی دی.

مجيد منګل په سينه بغل د اخته ماشومانو سږنۍ کره شمېر په ګوته نه کړ، خو ويې ويل چې په دې برخه کې په دې وروستيو کې پر ملکي ولايتي روغتون ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظريف پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې هم پر سينه بغل د اخته ماشومانو په شمېر کې تر ۳۰ سلنه پورې ډېروالی راغلی دی.

هغه پرياده ناروغۍ د اخته ماشومانو کره شمېر ونه ښود.

د يادو ولايتونو روغتيايي کارکوونکي د يادې ناروغۍ د ډېرېدو عمده لاملونه د باران او واورې نه اورښت، وچه او سړه هوا، ګردونه او د کورنيو بې پروايي بولي.

بلخوا د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل بيا وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په سږني ژمي کې پر سينه بغل د اخته ماشومانو په شمېر کې يوه اندازه کموالی راغلی دی.

هغه زياته کړه چې تېر کال په شپږو مياشتو کې د ولايتي ملکي روغتون د ماشومانو له څانګې سره ۱۱۵۵ ماشومان ثبت شوي وو خو سږ کال په همدومره موده کې څه باندې ۹ سوه ماشومان ور وړل شوي دي.

ډاکټر ولي ګل يې د لامل په اړه داسې وايي: ((که څه هم وچه هوا او ګردونه د دې ناروغۍ په زياتېدو کې مرسته کوي، خو زما په فکر سږ کال په پکتيکا د واورې د نه اورښت د دې ناروغۍ د کمېدو لامل شوې.))

د دغو ولايتو ياد روغتيايي چارواکي وايي چې ممکن يو شمېر ماشومانو له دې نارغۍ خپل ژوند له لاسه ورکړى وي خو دوى ته يې رسمي شمېر نه دى معلوم.

د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رووف خان پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو يې د کورنۍ يوه ماشومه سينه بغل ناروغۍ نيولې او پر ډاکټرانو يې ګرځوي.

هغه زياته کړه: ((دا درې څلور ورځې کېږي چې يوه او بل ډاکټر ته يې وروړم. پنډه، پنډه دوا ورکوي، خو ښه کېږي نه، ناروغي يې ډېره سخته ده. ماشومه ټوله شپه ژاړي او مور يې ويښه ورته ناسته وي)).

په خوست کې د ماشومانو د ناروغيو د برخې يوه ډاکټر محمدعارف تڼي له پژواک سره په خبرو کې د دې ناروغۍ د ډېرېدو د مخنيوي لپاره د ماشومانو ګرم او له نورو هغو څخه لرې ساتل مهم وبلل.

هغه زياته کړه، که ماشومان له سړې هوا، لوګي او ګردونو وساتل شي د دې ناروغۍ د خپرېدو په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي.

Related Topics