کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٣): په ولايتونو کې د کانکور ازموينې په پاى ته رسېدو سره د کابل کانکور د ازموينې لړۍ هم د شاوخوا ١٢زره کسانو په ګډون تر سره شوه.
دغه ازموينه، نن د کابل په پوليتخنيک، د استاد رباني د ښوونې او روزنې، طبي او د کابل په مرکزي پوهنتون کې واخيستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري، چې په کابل پوهنتون کې يې د ازموينې د تر سره کېدو په لړۍ کې شتون درلود، وويل، ټاکل شوې چې په دغه ازموينه کې د کابل ولايت له دولسم ټولګيو څخه ٨٠زره فارغ شوي زده کوونکي ګډون وکړي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د دولسم ټولګيو پاتې نور فارع شوي زده کوونکي په راتلونکو پنځو يا شپږو پړاونو کې په دغه ازموينه کې ګډون وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغې لړۍ د پر مخ وړو د څرنګوالي په اړه اندېښنو ته په اشارې سره وويل، دغه وزارت هڅه کوي چې د سږني کال ازموينې په روڼ ډول او له کومې درغلۍ پرته تر سره شي.
هغه زياته کړه: “موږ هغو کسانو ته چې لوړې نومرې تر لاسه کوي، خو د معقول انتخاب د نه شتون له امله بې پايلې پاتې کېږي، پرېکړه کړې چې هغوى ته تحصيلي بورسونه ورکړو او له هېواده يې بهر ولېږو.”
د بابري د معلوماتو له مخې، دغه ازموينه له کابل پرته په نورو ولايتونو کې پاى ته رسېدلې او له ١٨٦زره څخه ډېرو کسانو په کې ګډون کړى دى.
د کابل د موسهي ولسوالۍ د دولسم ټولګي يوه فارغ محمد نسيم پژواک ته وويل، چې د ازموينې له پوښتنو او تر سره کېدو خوښ دى.
هغه وويل: “د کانکور د ازموينې پوښتنې اسانې وې او غواړم چې د کمپيوټرساينس او يا هم د فارمسي پوهنځي ته بريالى شم.”
د لوړو زده کړو مطبوعاتي دفتر دوه ورځې وړاندې پژواک ته ويلي و، چې ټاکل شوې د سږني کال د کانکور په ازموينه کې له ٣٥٠زره کسانو څخه ډېر کسان ګډون وکړي، چې له دې ډلې به يې ٥٥زره کسان د لوړو زده کړو موسسو او ٣٧زره نور کسان نيمه عالي موسسو ته لاره پيدا کړي.
دغه وزارت ټينګار کړى، چې اوسمهال د کانکور په ازموينه کې د ګډونوالو د ډېر جذب وړتيا نه لري.
تېر کال په دغه ازموينه کې د ٢٥٤زره کسانو له ډلې يې ٥٥زره تنو لوړو زده کړو او شاوخوا ٦٠ زره تنو نيمه زده کړو موسسو ته لاره موندلې وه.









