منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان وردګو کې د قران کريم د حسن قرائت او فوټبال سيالۍ ترسره شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

ميدانښار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې د قران کريم د حسن قرائت او د فوټبال سيالۍ ترسره شوې او په برياليو کسانو جايزې ووېشل شول.

د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په نرخ ولسوالۍ کې د قران کريم د لسګونو حافظانو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، په دې سيالۍ کې چې شاوخوا ۶۰ تنو قاريانو ګډون کړى وو، د قران کريم له حافظانو سربېره، عالمانو، د نرخ ولسوال، قومي مشرانو او نورو مخورو ګډون کړى وو.

د نوموړي په وينا، په دې سياليو قاري کريم الله لومړی، قاري نورعزيز دويم او قاري اجمل درېيم مقام تر لاسه کړ، چې د نرخ ولسوال له لوري هر يوه ته کابلی پښتو تفسير او نورې ډالۍ او انعامات ورکړل شول .

دغه راز پر نورو قاريانو هم جايزې ووېشل شوې.

د يوه بل خبر له مخې، په جلرېز ولسوالۍ کې د فوټبال روانې سيالۍ د قلعه نو لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېده.‌

د والي وياند وايي،  ددې سيالۍ په پاى کې د ځايي چارواکو ترڅنګ لسګونه نندارچيان هم راغلي وو.

خوږياڼي وويل چې له دې سياليو څخه موخه په جلرېز ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ يووالی، د نشه يې توکو مخنيوی او  د حکومت او ولس ترمنځ همغږي ساتل وو.

د نوموړي په وينا، د دې سياليو پاى لوبه د قلعه نو لوبډلې وګټله، چې د جلرېز د ولسوال نقيب الله حيدري له خوا بريالۍ لوبډلې او يو شمېر پياوړو لوبغاړو ته برابر شوي مډالونه، کپونه او نور انعامات هم ورکړل  شول.