منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“تورې لوخړې” کتاب چاپ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د ژورنالېست او ليکوال حبيب الرحمن ابراهيمي د (تورې لوخړې) په نوم کتاب چاپ او خپور شو.

دغه کتاب چې په ٢١٦ مخونو او رنګه پښتۍسره د ابراهيمي خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى، دا کتاب د حبيب الرحمن ابراهيمي د هغو ليکنو او مقالو ټولګه ده چې په بېلابېلو وختونو کې يې ليکلې دي.

ابراهيمي په دغه کتاب کې د هېواد د تېرو څلورو لسيزو د ناخوالو او د عام ولس د ځورونو په اړه ليکنې کړې دي.

هغه په خپله سريزه کې ليکلي: ((د افغانستان ټولنه خپل ديني، ملي او کلتوري ارزښتونه لري، هر هغه څوک چې د دې ټولنې ارزښتونو ته په سپکه وګوري، نو د دې هېواد رښتيني بچيان به هېڅکله چا ته اجازه ورنه کړي، بلکې په زغرده به يې ځواب ووايي.))

په دغه کتاب کې ابراهيمي د وخت د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د دغه هېواد او د افغانستان د کمونستي رژيم د ځواکونو او تر هغه وروسته  په هېواد کې د مېشتو نورو بهرنيو ځواکونو له لوري پر عامو افغانانو د ظلمونو په اړه ليکنې خپرې کړې دي.

پر دغه اثر د محمد خالد جلال په نامه يو تن ليکنه کړې چې په يوه برخه کې يې راغلي: ((د ژبې قلم او هنر خاوند ليکوال ابراهيمي په دغه اثر کې له جنايتونو څخه پرده پورته کړې او خلک يې ترې خبر کړي دي.))