کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٣): فنلنډ په افغانستان کې د سواد د زده کړې د پروګرام د پلي کولو لپاره درې ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي، چې له مخې به يې د هېواد په کچه پنځوس زره کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شي.
د دغې مرستې قرارداد نن د پوهنې وزارت د سرپرست محمدشفيق صميم او په کابل کې د فنلنډ سفير تر منځ لاسليک شو.
د پوهنې وزارت د خپرونو رياست مرستيال عبدالصبور غفراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغو پيسو څخه په ګټې به تر راتلونکو دوه کلونو پورې په کابل، تخار او سرپل ولايتونو کې پنځوس زره کسانو ته د سواد زده کړه ورکړل شي.
سرچينې ليکلي، چې د سواد د زده کوونکو لپاره د سواد د روزنې ترڅنګ نورې بېلابېلې حرفې لکه، خياطي، د قالينو او غاليو د اوبدلو هم په پام کې نيول شوې دي.
په افغانستان کې د فنلنډ سفير اري مکي (Ari Maki) له افغانستان سره په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې، د مرستو پر دوام ټينګار کړى دى.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو يوولسو کلونو کې د دغه وزارت د سواد د زده کړې د پروګرامونو له لارې شاوخوا پنځه ميليون بې سواده وګړي د سواد له نعمت څخه برخمن شوي، خو بيا هم د هېواد په کچه ٨ ميليون کسان له سواد څخه محروم دي.










